Qaum e Samood Kyun Halak Hui

Book Name:Qaum e Samood Kyun Halak Hui

مقصد د زمکې قدر کول، د دې ځائے ماحول صفا سوترا ساتل او خلقو ته پۀ دې باره کښې معلومات ورکول دي۔ البته که مونږه د دې ورځې پۀ باره کښې پۀ اِسلامي نقطۀ نظر سره توجه وکړو نو يقيناً چې خپل ذات، خپل کور او خپل ګير چاپيره ماحول هم د ظاهري ګند نه پاک صفا ساتل ډير ضروري دي، د دې سره سره خپل کور، محلې، ښار او کوم کوم ځائے ته چې مونږه رسيږو، هٰغه ټول ماحول پۀ امن کښي ساتل، د ګناهونو او د بدۍ نه پاک صفا ساتل هم زمونږه پۀ بنيادي ذمه وارو کښې شامله دي۔

انسان او د خلافت منصب

   الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:

اِنِّیْ جَاعِلٌ فِی الْاَرْضِ خَلِیْفَۃً ؕ

(پارہ:1، سورۀ بقرۃ:30)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان:  زۀ پۀ زمکه كښې خپل نائب جوړولو والا يم۔

دا د انسان د ټولو نه وړومبے او بنيادي تعارف دے، هٰغه وخت کله چې لا انسان جوړ کړے شوے هم نۀ وو، د دې نه مخکښې چې کله الله پاک د فرښتو پۀ مخکښې د انسان ذِکر وکړو نو اوئې فرمائيل: زۀ پۀ زمکه کښې خليفه جوړوونکے يم۔

پۀ دې ځائے کښې د خليفه مطلب څۀ دے؟ پۀ تفسير بغوي کښې دي: اِقَامَۃُ اَحْکَامِ اللہِ وَ تَنْفِیْذُقَضَایَاہٗ يعنې (پۀ زمکه باندې) د الله پاک احکام او د هغۀ فيصلې نافذ کول۔ ([1]) مثلاً * الله پاک د نـمونځ حکم وکړو، چې زۀ پخپله هم نـمونځ ګزاره شم او نور هم نـمونځ ګزاره کړم * الله پاک د روژو نيولو حکم وکړو چې زۀ پخپله هم روژې ونيسم او نور هم روژه دار کړم * الله پاک د حج حکم وکړو، که فرض وي نو زۀ پخپله هم حج وکړم او نورو له هم د دې ترغيب ورکړم * الله پاک د سود د لين دين نه منع فرمائيلې ده، ځکه زۀ پخپله هم د دې افت نه بچ شم او نور هم بچ کړم۔

دې د پاره به د نيکۍ دعوت ورکووم، څومره چې زما اختيارات دي، د هٰغه همره


 

 



[1]... تفسیر بغوی، پارہ:1، سورۂ بقرۃ، زیر آیت:30، جلد:1، صفحہ:33۔