Book Name:Qaum e Samood Kyun Halak Hui
فرمان مبارک دے: څوک چې پۀ حق باندې وي او جګړه ختمه کړي زۀ د هغۀ د پاره د جنَّت پۀ غاړه کښې د يو کور ضمانت ورکووم۔ ([1])
فلانکي زما سره ډير زياتے کړے دے
د رشتې د پاللو، د جنګ جګړو او د خفګان د ختمولو چې کله خبره کيږي نو عام طور خلق ګيلې کوي چې فلانکي زما سره داسې وکړل، هغۀ ما ته تکليف راورسولو، هغۀ ظالم دے، زۀ خپل هٰغه غمونه څنګه هير کړم، هغۀ څنګه معاف کړم۔۔۔؟
د داسې اِسلامي وروڼو نه يوه پوښتنه ده؟ ستاسو مطابق ستاسو سره يـې ډير ظلم کړے دے، ډير زياتے يـې درسره کړے دے، لږ خو ووايئ چې آيا تاسو هغوئي کوهي ته غورځولي يـئ؟ آيا د هغوئي پۀ وجه تاسو د خپل مور پلار نه لرې شوې يـئ؟ آيا د هغوئي پۀ وجه تاسو پۀ بازار کښې خرڅ کړے شوي يـئ؟ آيا د هغوئي پۀ وجه تاسو بر ناحقه جيل خوړلے دے؟ دا هر څۀ د حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلَام وروڼو د هغوئي سره کړي وو۔ د دې باوجود چې کله هٰغه وروڼه د حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلَام مخې ته راغلل نو هغوئي څۀ وئيلي وو؟
لَا تَثْرِیْبَ عَلَیْکُمُ الْیَوْمَ ؕ
(پارہ:13، سورۀ یوسف:92)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نن پۀ تاسو هيڅ ملامتيا نشته۔
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے۔۔۔!! د حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلَام وروڼو وروستو توبه کړې وه، هغوئي ټول د يو نبي حضرت يعقوب عَلَیْهِ السَّلَام زامن او د يو نبي حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلَام وروڼه او ټول اوليأ الله وو([2]) خو غور خو وکړئ چې هغوئي حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلَام ته څومره تکليفونه رسولي وو، د دې باوجود د حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلَام کمال اخلاقو ته وګورئ چې د هغوئي سره طاقت وو، هغوئي عزيزِ مصر (يعنې د ټول مصر اختيار لرونکے) وو، که هغوئي غوښتلے نو د هغوئي نه يـې بدل اخستے شو خو حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلَام هغوئي معاف کړل۔