Qaum e Samood Kyun Halak Hui

Book Name:Qaum e Samood Kyun Halak Hui

زياتې شي نو ځناور کوم چې زمونږ نه ډيرې درجې کمتر دي، هغوئي هم انسان ته بدې ردې وائي۔ معلومه شوه چې کوم نافرمانه دي، د هغوئي نه خپل فضيلت ځي او د انسانيت د درجې نه غورځيږي او د ذِلت ژورې کندې ته پريوځي۔

گناہوں کی نحوست بڑھ رہی ہے دَم بدَم مولا   میں توبہ پر نہیں رِہ پا رہا ثابِت قدم مولا

کمر توڑی ہے عصیاں نے، دبایا نفس و شیطاں نے   نہ کرنا حشر میں رُسوا، مرا رکھنا بھرم مولا

گناہوں نے مجھے ہائے کہیں کا بھی نہیں چھوڑا       کرم   ہو   از   طفیلِ   سیدِ   عرب   و   عجم   مولا([1])

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب!      صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد

(2): د ګناه نه نفرت کوئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د زمکې نه د امن او د سکون د کور جوړولو د پاره دويم کار کوم چې مونږ له  کول پکار دي، هغۀ دا دے چې ګناه هميشه  ګناه وګڼلے شي! مثلاً * نـمونځ نۀ کول ګناه ده * پرده نۀ کول ګناه ده * بے حيائي ګناه ده * فحاشي ګناه ده * سندرې سازونه * د غير مسلمو پيخې کول، د هغوئي پۀ شان کيدل * دروغ * سود وغيره وغيره ډير څيزونه ګناهونه دي، داسې هره هٰغه خبره کومه چې بده خبره ده، هغه دې هم بده وګڼلے شي۔

دلته مسئله دا ده چې خلق بدو له د ښو نوم ورکوي، داسې هٰغه بدي بغير د څۀ ويرې نه پۀ معاشره کښې نافذ کيږي۔ بيا هم دغه څيز پۀ زمکه کښې د فساد سبب جوړيږي۔

د بدۍ ښه ګڼل هم بدي دي

دا د غير مسلمو صفت دے چې هغوئي خپل بد کارونه هم ښه ګڼي۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:

زُیِّنَ لَہُمْ سُوْٓءُ  اَعْمَالِہِمْ ؕ

(پارہ:10، سورۀ توبه:37)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان:  د هغوئي بد کارونه د هغوئي د پاره ښائسته کړے شو۔


 

 



[1]... وسائل بخشش، صفحہ:97۔