Book Name:Qaum e Samood Kyun Halak Hui
ته وحې وليږله، اوئې فرمائيل: اے موسیٰ! کرونده وکړه! حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام کرونده وکړه (مثلاً غنم يـې وکرل)۔ الله پاک وفرمائيل: اے موسیٰ! اوس دا وريبه! حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام فصل وريبلو۔ بيا حکم وشو: دانې او بوس بيل بيل کړه! حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام دا حکم هم پوره کړو۔ بيا حکم وشو: دانې صفا کړه! دانې صفا کړے شوې۔ بيا الله پاک وفرمائيل: اے موسیٰ! باقي څۀ پاتې شو؟ عرض وکړے شو: صرف بوس پاتې شو، پۀ کوم کښې چې هيڅ خير نۀ وو۔ الله پاک وفرمائيل: اے موسیٰ! دغه شان به زۀ هم پۀ خپل مخلوق کښې صرف هم هغوئي له عذاب ورکووم پۀ کومو کښې چې هيڅ خير نۀ وي۔ ([1])
د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خادم، حضرت اَنَس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: بے شکه پۀ خلقو کښې څۀ خلق دي کوم چې د خير کُنجيانې دي او د بدۍ تالې دي او بعضې هٰغه خلق دي کوم چې د بدۍ کنجيانې دي او د خير تالې دي، بس زيرے دے د هٰغه کَس د پاره د چا پۀ لاس کښې چې الله پاک د خير کنجيانې کيښودې دي او هلاکت دے د هٰغه کَس د پاره د چا پۀ لاس کښې چې الله پاک د بدۍ کنجيانې کيښودې دي۔([2])
پۀ دې حديثِ پاک کښې د دوه قِسمه خلقو ذِکر دے: (1): هٰغه کَس کوم چې د خير کنجي او د بدۍ تالا ده۔ د دې کَس دا شان دے چې د هغۀ پۀ ليدلو خلقو ته نيکي ورياديږي، دا چې چرته هم ځي، نيکۍ کوي، چې خبرې کوي نو د خُلې نه يـې د نيکو خبرې ووځي، چې سوچ کوي نو د نيکۍ د خبرې سوچ کوي، د هغۀ باطِن هم پۀ نيکۍ باندې وي تر دې پورې چې کوم بنده د هغۀ پۀ صحبت کښې کښيني، هغۀ هم نيک جوړ شي۔ (2): او بَل هٰغه کَس دے کوم چې د بدۍ کنجي او د خير تالا ده يعنې دا د وړومبي کس نه بالکل اُلټا دے، دا چې چرته هم ځي، د بدۍ جرړه وي، د دۀ د خُلې نه بدې خبري