Book Name:Qaum e Samood Kyun Halak Hui
خپلو مسلمانانو وروڼو سره څنګه رويه اختيارول پکار دي، که زمونږه مور پلار وي او که خوئيندې وروڼه، ګاؤنډيان وي او که د محلې والا، که لرې خپل وي او که بالکل نا اشنا، غرض دا چې هر هٰغه کَس کوم چې مسلمان دے، که هغۀ د دُنيا پۀ هر ګوټ کښې اوسيږي، چې کله هم زمونږه د هغۀ سره ملاقات کيږي نو د هغۀ سره مونږ له څنګ سلوک کول پکار دي، پۀ دې باره کښې پۀ سُورۀ حُجُرات کښې 6 آداب بيان کړے شول، پۀ دې شپږو آدابو اختيارولو سره هم مونږه معاشره د امن او د سکون کور جوړولے شو:
هٰغه 6 آداب دا دي: (1): يو کَس دې پۀ بَل کَس پسې ټوقې نۀ کوي (2): يو کَس دې بَل کَس له پيغور نۀ ورکوي (3): څوک دې هم پۀ خپل مينځ کښې يو بَل پۀ غلطو نومونو نۀ رابلي (4): پۀ هر يو کَس باندې لازمي دي چې د ډيرو ګمانونو نه ځان وساتي چې بے شکه بعضې ګمانونه ګناهونه وي (5): څوک دې هم د چا پۀ عيبونو لټولو پسې نۀ ګرځي، نۀ دې تجسّس کوي (6): څوک دې هم پۀ چا پسې بدې خبرې نۀ کوي۔
الله پاک دې مونږ ته د دې ټولو آدابو د اختيارولو او د دې مطابق د ژوند تيرولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مدرسة الـمدينه بالِغان
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د مرګ ياد پۀ زړۀ کښې د کښينولو، د قبر او د اخرت د تيارۍ کولو او د نيک نـمونځ ګزاره جوړيدو سعادت حاصلولو د پاره د عاشقانِ رسول د دِيني تنظيم دعوتِ اِسلامي د دِيني ماحول سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ! پۀ 12 ديني کارونو کښې هم ښه پۀ شوق برخه اخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې به ډير برکتونه نصيب شي۔ پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مدرسة الـمدينه بالِغان هم دے پۀ کوم کښې چې د صحيح تجويد او قراءَت قرآنِ کريم لوستل ښودلے شي۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: پۀ تاسو کښې بهتر هغه دے څوک چې قرآن زده کړي او [نورو ته يـې] وښائي۔ ([1])