Qaum e Samood Kyun Halak Hui

Book Name:Qaum e Samood Kyun Halak Hui

قِسمه تعلق نۀ وو، د کوم پۀ وجه چې معاشره ډيره پۀ سکون کښې وه، هيڅ بدي، فتنه او فساد وغيره پۀ معاشره کښې نۀ وو، بيا د ډيرې مودې تيريدو نه پس خلقو د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام وصيت هير کړو، ايمان والؤ د قابيل او د هغۀ د اولاد (کوم چې ټول غير مسلمه وو، د هغوئي) سره نفرت ختم کړو، پۀ ورو ورو تګ راتګ شروع شو، بيا يـې پۀ خپل مينځ کښې رشتې وکړې، بيا هٰغه رشتو د محبت رنګ اختيار کړو، اخر د قابيل او د هغۀ د اولاد کفر او د هغوئي نورو بدو پۀ معاشره کښې اثر شروع کړو، بيا هٰغه وخت هم راغلو چې خلقو د کُفر او د ګناه دغه لاره صحيح وګڼله، تر دې پورې چې زمکه د کُفر او د ګناه نه ډکه شوه، بيا الله پاک حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام راوليږلو، هغوئي 950 کاله خلقو له د نيکۍ دعوت ورکولو، هغوئي يـې د خپل اصلي دِين، د هدايت د اصلي لارې طرف ته رابلل خو د خلقو زړونه پۀ کُفر باندې پاخه شوي وو، بيا هٰغه خلقو هُم غلطه لاره صحيح ګڼلې وه، اخر هم هٰغه وشول کوم چې کيدل وو، الله پاک د سيلاب عذاب راوليږلو، کوم چې ټول کافران تباه او برباد کړل۔ ([1])

 دا دے پۀ زمکه کښې فساد۔۔۔!! دا د کوم ځائے نه شروع شو؟ هٰغه نفرت او بيزاري کوم چې د قابيل د اولاد سره د ساتلو حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام نصيحت کړے وو، چې کله د زړونو نه دغه نفرت او بيزاري ختمه شوه نو فساد خوريدل شروع شو۔ ځکه مونږ ټولو له پکار دي چې د بدو نه نفرت کوو۔

د ګناه نه د بيزارۍ اظهار کوئ!

خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ رَاٰی مُنْکَراً فَلْیُغَیِّرْہُ بِیَدِہٖ  څوک چې ګناه وويني نو هغه دې پۀ خپل لاس باندې بدله کړي، که پۀ لاس يـې نشي بدلولے فَبِلِسَانِہٖ نو پۀ خپله ژبه باندې يـې دې بدله کړي او که پۀ ژبه باندې يـې هم نشي


 

 



[1]... تاریخِ طبری، جلد:1 ، صفحہ:105 مفصلاً۔