Book Name:Qaum e Samood Kyun Halak Hui
د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: د قيامت پۀ ورځ به تاسو پۀ خپلو او ستاسو د پلارانو پۀ نومونو رابللے شي ځکه خپل ښه نومونه کيږدئ۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! مفتي امجد علي اعظمي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي: ماشوم له ښه نوم کيښودل پکار دي د ډيرو خلقو داسې نومونه دي د کومو چې څۀ معنې نشته يا د هغې بدې معنې دي د داسې نومونو کيښودو نه ډډه وکړئ * د انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام او د صحابۀ کرامو او تابعينو عَليهمُ الرّضوَان پۀ نومونو باندې نومونه کيښودل بهتره خبره ده، اميد دے چې د هغوئي برکت به پۀ ماشوم کښې کيښودے شي * که ماشوم ژوندے پيدا شي او که مړ، د هغۀ بدن که پوره وي او که نۀ، بهر حال د هغۀ نوم کيښودل پکار دي * پۀ حديثِ پاک کښې دي: د کَچه ماشوم (يعنې د کوم ماشوم چې کوم اندام جوړ شي يا پۀ خِيټه کښې د څلورو مياشتو شي د هغۀ) نوم کيږدئ چې الله پاک به د دۀ پۀ ذريعه باندې ستاسو د عمل تَله درَنه کړي * جبريل يا ميکائيل وغيره نوم مۀ ږدئ * يِاسين يا طٰهٰ نوم کيښودل منع دي * محمد ياسين نوم هم مۀ ږدئ، آؤ که چرې وغواړئ نو غُلام ياسين او غلام طٰهٰ نوم کيږدئ * کوم نومونه چې غلط وي هغه بدلول پکار دي او ښۀ نوم کيښودل پکار دي ځکه چې د خپل اُمَّت سره محبت کوونکي خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به غلط نومونه پۀ ښو نومونو باندې بدلول۔ د يوې زنانه نوم عاصِيَه (يعنې ګنهګاره) وو، رسولِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغې نوم بدل کړو او جميله يـې کيښودلو۔ (نوټ: يو نوم آسيه هم کيښودلے شي، دا ښه نوم دے، پۀ کيښودو کښې يـې هيڅ باک نشته) * داسې نومونه کيښودل جائز نۀ دي کوم چې د غير مسلمو د پاره خاص وي * غُلامِ رسول، غُلامِ صديق، غُلامِ حسين، غُلامِ غوث، غُلامِ رضا نوم کيښودل جائز دي۔ ([2])