Qaum e Samood Kyun Halak Hui

Book Name:Qaum e Samood Kyun Halak Hui

الله پاک فرمائي:

وَ مَکَرُوْا مَکْرًا وَّ  مَکَرْنَا مَکْرًا  وَّ ھُمْ لَا  یَشْعُرُوْنَ (۵۰)

(پارہ:19، سورۀ نمل:50)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او هغوئي سازش وکړو او مونږه خپل پټ تدبير وکړو او هغوئي غافله پاتې شول۔

 يعنې دغه خلقو پۀ حضرت صالِح عَلَیْهِ السَّلَام او د هغوئي پۀ کور والؤ باندې د شپې د حملې کولو سازش جوړ کړو او مونږه د هغوئي د سازش سزا دا ورکړه چې د هغوئي پۀ عذاب کښې مو تادي وکړه او هغوئي زمونږه د پټ تدبير نه غافله شول۔([1])

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب!      صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد

آيا فساديان د نيکانو برابر کيدے شي۔۔۔؟

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې واقعه باندې غور وکړئ چې پۀ دې کښې زمونږ د پاره ډير عبرت دے۔ خاص طور قرآنِ کريم پۀ ټول قوم کښې د هٰغه 9 کسانو چې پۀ خاص توګه (د هائي لائټ) کولو سره کوم ذِکر کړے دے چې

وَ کَانَ فِی الْمَدِیْنَۃِ  تِسْعَۃُ  رَھْطٍ یُّفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ وَ لَا یُصْلِحُوْنَ (۴۸)

(پارہ:19، سورۀ نمل:48)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او پۀ ښار کښې نهه کسان وو چې هغوئي به پۀ زمکه کښې فساد کولو او اصلاح به يـې نۀ کوله۔

پۀ قوم کښې غير مسلمه خو ډير زيات وو خو پۀ قرآنِ کريم کښې خاص طور ځانله د دې 9 کسانو ذِکر کيدل، مونږ له سبق راکوي چې اګر که د قوم ټول غير مسلمه د عذاب حقدار وو خو دغه 9 کسان کوم چې فساديان وو، دوئي د عذاب ظاهري سبب جوړ شو۔

د دې نه معلومه شوه چې فساديان خلق ډير د نقصان والا وي او پۀ معذرت سره۔۔۔!! داسې خلق زمونږه پۀ معاشره  کښې هم موندلے کيږي ، د کومو عادت چې هُم فساد جوړول وي * کله به پۀ چغلۍ کولو فساد جوړوي * کله به پۀ غيبتونو کولو فساد


 

 



[1]...صراط الجنان، پارہ:19، سورۂ نمل، زیرِ آیت:50، جلد:7، صفحہ:214-215۔