Qaum e Samood Kyun Halak Hui

Book Name:Qaum e Samood Kyun Halak Hui

دروغ مخ توروي او چغل خوري د قبر د عذاب (سبب) دے۔  ([1]) * پۀ يو روايت کښې دي: غيبت او چغلي ايمان داسې  پريکوي، لکه څنګه چې شپونکے وَنه پريکوي۔ ([2])

امراض گُنَاہوں کے مرے سارے مٹادے                 یارَبِّ مُحَمَّد مجھے تُو نیک بنا دے

میں غیبت و چغلی سے رہوں دُور ہمیشہ      ہرخصلتِ بد سے مرا پیچھا تو چھڑا دے

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب!      صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد

(4): رشته پريښودول خراب عيب دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! زمکه د فساد نه د بچ کولو څلورمه نُسخه ده چې مونږه تعلقاتو ساتلو والا جوړ شو۔ نن سبا خلق پۀ وړۀ وړۀ خبره باندې تعلقات پريږدي، فلانکي د زوي د واده بلنه رانکړه، ځکه د هغۀ سره غم ښادي ختمه۔۔۔!! فلانکي کور ته اوبللم خو قدر مدار يـې راله ونکړو، ځکه د نن نه د هغۀ سره زمونږه هيڅ تعلق نشته، فلانکي رشته دار زما د دُکان پۀ ځائے پۀ خوا کښې د دُکان نه سودا واخستله، ځکه د هغۀ سره خبرې بندې، بالکل پۀ وړو وړو خبرو باندې غم ښادي (يعنې رشتې ماتولے) کيږي حالانکې د کومو خپلوانو سره چې د صِله رحمۍ حکم دے، يعنې د خپلوانو سره د ښه سلوک کولو حکم دے، د هغوئي سره رشته ماتول، ډير د ګناه کار دے۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: څوک چې رشتې ماتوي، الله پاک هغۀ ماتوي۔([3])

د تعلقاتو د پريښودو سزا

حضرت يحيیٰ بن سُليم رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي: يو کَس څوک چې د خُراسان (دا د موجوده ايران يوه صوبه ده، د دې) اوسيدونکے وو او هغۀ پۀ مکه مکرمه کښې اوسيدلو، يو کَس د هغۀ سره 10 زره اشرفۍ امانت کيښودلې او د خپل څۀ ضرورت د پاره پۀ سفر باندې روان شو، چې کله هغۀ واپس راغلو نو د خراسان والا وفات شوے وو، د هغۀ د بال بچ نه


 

 



[1]... مسندِ ابی یعلیٰ ، جلد:5، صفحہ:450 ، حدیث:7438۔

[2]... الترغیب و الترہیب ، کتاب الادب ، الترہیب من الغیبۃ و البہت …الخ، صفحہ:902 ، حدیث:28۔

[3]...ابو داؤد، کتاب الزکاۃ، باب صلۃ الرحم، صفحہ:276، حدیث:1694 مفہوماً ۔