Book Name:Qaum e Samood Kyun Halak Hui
د خپل آقا د ښځې خوا له لاړو او اوئې وئيل: بي بي جي! زۀ ډير افسوس کووم چې ستاسو د خاؤند ستاسو سره هيڅ محبت نشته، اوس هغۀ دويمه ښځه کول غواړي خو تاسو مۀ پريشانه کيږئ، زما سره د دې حل هم شته۔ تاسو بس د خپل خاؤند د سر ويښته کټ کړئ او ما له يـې راکړئ! نور زما کار دے۔
هٰغه بيوقوفه چغل خور د زنانه غوږونه داسې ډک کړل او بيا د خپل آقا خوا له لاړو او اوئې وئيل: ما ستاسو ښځه د يو غير نارينه سره ليدلې ده، هغوئي دواړه ستاسو د وژلو کوشش کوي۔ د چغل خور غلام خبره چې يـې واوريدله نو د آقا پۀ زړۀ کښې هم شَک شو، چې کله شپه شوه نو آقا خپل کور ته راغلو، چې کله د اوده کيدو وخت شو نو قصداً يـې سترګې پټې کړې او ځان يـې اوده کړو، زنانه دا وګڼله چې خاؤند يـې اوده شو، نو هغې د ويښتو کټ کولو چاړه راواخسته او ور وړاندې شوه چې د خاؤند د سر نه يو څو ويښته راکټ کړي، خاؤند يـې وګڼل چې دا ما وژني، نو هغۀ هم د ويښتو کټ کولو پۀ هٰغه چاړه باندې ښځه ووژله، چې کله د زنانه خپلوان خبر شول نو هغوئي راغلل او خاؤند يـې ورله ووژلو۔ بيا د هٰغه خاؤند خپلوان چې کله خبر شو نو هغوئي هم د جګړې د پاره راغل، داسې د يو چغل خور د چغلۍ پۀ وجه 100 ته نزدې کَسان ووژلے شول۔ ([1])
دا دے د چغلۍ وبال۔۔۔!! د چغلۍ پۀ وجه پۀ زمکه کښې فساد خوريږي، ځکه مونږ له پکار دي چې د چغلۍ او د چغل خورو نه هميشه ځان بچ ساتو۔
د چغلۍ پۀ باره کښې درې حديثونه مبارک
* رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: غيبت کوونکي، پيغورونه ورکوونکي، چغل خوارۀ او د خلقو عيبونه لټوونکي به الله پاک (د قيامت پۀ ورځ) د سپو پۀ شکل کښې راپاڅوي۔ ([2]) * پۀ يو حديثِ پاک کښې يـې فرمائيلي دي: خبردار!