Qaum e Samood Kyun Halak Hui

Book Name:Qaum e Samood Kyun Halak Hui

ووځي، د دۀ د لاس نه بدي ظاهريږي، د دۀ سوچ هم د بدۍ وي، غرض دا چې دا پخپله هم بد دے او نورو ته هم بدي رسوي۔([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دوه قِسمه خلق دي، کوم چې د نيکۍ کنجي ده (يعنې نيکۍ کولو والا او نيکو خورولو والا دے)، د هغۀ د پاره زيرے دے او کوم چې د بدۍ کنجي ده (يعنې پخپله هم بد دے او هم بد خوروي، د هغۀ د عمل نه، کردار نه، د خبرو نه د نورو د بدۍ ترغيب ميلاؤيږي)، دۀ د پاره هلاکت دے۔ اوس دې مونږه غور وکړو چې مونږه پۀ کومو کښې شميرلے کيږو، مونږ ته چې خلق وګوري نو  بدي زده کوي که زمونږه پۀ ذريعه خير خوريږي؟ که مونږ د هلاکت نه بچ کيدل غواړو، د الله پاک پۀ حُضُور، پۀ خپل کور کښې، پۀ معاشره کښې خپل څۀ عزت جوړول غواړو نو دې د پاره د خپل ژوند يو اُصُول جوړ کړئ چې ستاسو پۀ ذريعه چرې هم، چا ته هم، هيڅ قِسمه هم د بدۍ ترغيب ميلاؤ نشي، ستاسو خبرې، ستاسو عمل، ستاسو کردار، ستاسو هوښيارتيا، ستاسو انداز، طور طريقې صرف او صرف د خير وي۔

      [انګريزي محاوره ده]

Don’t be the key to evil be a lock

يعنې: د بدۍ کنجي نۀ بلکې تالا جوړ شئ! ([2])

ہو اخلاق اچھا، ہو کردار ستھرا مجھے متقی تو بنا یااِلٰہی!

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب!      صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد

د زمکې ورځ (یعنې Earth Day)

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ 14 اپريل پۀ عالمي سطح  يَومُ الاَرض Earth Day (يعنې د زمکې پۀ باره کښې ورځ) نمانځلے کيږي۔ هسې خو د دې ورځې د نمانځلو بنيادي


 

 



[1]...فیض القدیر، جلد:2، صفحہ:669،  تحت الحدیث:2465۔

[2]...وسائلِ بخشش، صفحہ:104۔