Book Name:Qaum e Samood Kyun Halak Hui
يـې د خپل امانت پوښتنه وکړه: نو هغوئي د لا علمۍ اظهار وکړو، امانت کيښودونکي د علمائے کرامو نه پوښتنه وکړه چې ما له څۀ کول پکار دي؟ هغوئي ووئيل چې زمونږه اُميد دے چې هٰغه د خراسان والا به جنتي وي، تۀ داسې وکړه چې د نيمې يا د شپې د دريمې حصې د تيريدو نه پس د زمزم کوهي خوا له لاړ شه او د هغۀ نوم واخله او د هغۀ نه پوښتنه وکړه۔ هغۀ درې شپې هم داسې وکړل، د هٰغه ځائے نه هيڅ جواب ورنکړے شو، هغۀ بيا لاړو او علمائے کرامو ته يـې ووئيل، هغوئي اِنَّا لِلہِ وَ اِنَّاۤ اِلَیۡہِ رٰجِعُوۡن ولوستل او اوئې وئيل: زمونږ سره انديښنه ده چې کيدے شي هغۀ جنتي نۀ وي، تۀ يمن ته لاړ شۀ او هلته پۀ بَرهُوت نومې دَره کښې يو کوهے دے، هلته چې ورسيږې نو هغۀ ته اواز وکړه، هغۀ هم داسې وکړل نو هم پۀ وړومبي اواز جواب ميلاؤ شو چې ما ستا امانت د کور پۀ فلانکي ځائے کښې ښخ کړے دے، د هٰغه ځائے پۀ کنستلو به تا ته ستا مال ميلاؤ شي۔ د مال د پتې معلومولو نه پس امانت کيښودونکي د هٰغه خُراسان والا نه پوښتنه وکړه: تۀ خو ډير نيک انسان وې تۀ دلته څنګه راورسيدلې؟ هغۀ ووئيل: زما ځينې خپلوان پۀ خراسان کښې وو د چا سره چې ما خپلولي پريښودې وه، پۀ هٰغه حالت کښې زۀ مړ شوم، پۀ دې وجه الله پاک ما له دا سزا راکړه او دې ځائے ته يـې راورسولم۔ ([1])
حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يو ځل د رسولِ عربي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حديثونه مبارک بيانول، پۀ دې کښې يـې وفرمائيل: هر خپلولۍ ماتوونکے دې زمونږ د محفل نه لاړ شي۔ يو زلمے پاڅيدو او د خپلې [د پلار د طرفه د] ترور کره لاړو د کومې سره چې د هغۀ د ډيرو کلونو نه ورانه وه، چې کله دواړه د يو بل نه راضي شول نو هٰغه زلمي ته ترور ووئيل: تۀ لاړ شۀ او د دې د سبب پوښتنه وکړه چې اخر داسې ولې وشول؟ (يعنې د ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د اعلان څۀ حکمت دے؟) زلمے حاضر شو او چې کله يـې پوښتنه وکړه نو حضرت