Book Name:Qaum e Samood Kyun Halak Hui
ځکه مونږ له هم همت کول پکار دي! چې نن همت وکړو، خپله اَنَا ختمه کړو، د صبر ګوټ وکړو او خفګان ختم کړو، د صلح طرف ته لاړ شو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دِين او د دُنيا خيرونه به مو نصيب شي۔
د صِله رحمۍ 10 فائدې
حضرت فقيه ابو للَّيث سمر قندي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي: د صِلَۀ رحمۍ کولو 10 فائدې دي: (1): د اللہ پاک رضا حاصليږي (2): د خلقو د خوشحالۍ سبب دے (3): فرښتے پرې خوشحاليږي (4): د مسلمانو د طرف نه د هٰغه کَس تعريف کيږي (5): شیطان ته پۀ دې باندې تکليف ميلاؤيږي (6): عمر ورسره زياتيږي (7): پۀ رِزق کښې برکت راځي (8): وفات شوي مسلمانان پلار نيکونه خوشحاليږي (9): پۀ خپل مينځ کښې محبت زياتيږي (10): د وفات نه پس د هغۀ پۀ ثواب کښې اضافه کيږي، ځکه چې خلق د هغۀ پۀ حق کښې د خير دعاګانې کوي۔ ([1])
الله پاک دې مونږ ته د صِله رحمۍ کولو، د رشتو جوړولو، د خلقو سره د نيک سلوک کولو والا د جوړيدو توفيق راعطا کړي۔ د صِله رحمۍ د نور ذهن جوړولو او د دې د فضيلتونو او فائدو وغيره د تفصيلي معلوماتو د پاره د اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد اِلياس قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ډيره ښکلې او مختصر شان رساله ہاتھوں ہاتھ پھوپھی سے صلح کر لی ولولئ!
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد
د اجتماعي ژوند 6 آداب
سورۀ حُجُرات د 26 سيپارې يو مختصر شان سُورت دے، صرف د دوو رکوع ګانو او د 18 آيتونو پۀ دې مختصر سُورت کښې ډير تعليمات ورکړے شوي دي، خاص طور مسلمانانو ته د اجتماعي (يعنې پۀ شريکه د اوسيدو) د ژوند آداب ښودلے شوي دي يعنې مونږ له د