Qaum e Samood Kyun Halak Hui

Book Name:Qaum e Samood Kyun Halak Hui

هغې يو بچے هم راوړلو۔ دا اوښه به د خپل بچي سره څَريدله راڅَريدله۔ د هٰغه قوم صرف  يو تالاب وو، حضرت صالِح عَلَیْهِ السَّلَام حکم وکړو چې يوه ورځ به د تالاب اوبه اوښه څښي او يوه ورځ به تري قوم اوبه حاصلوي۔ قوم دا خبره ومنله۔([1])

    پۀ قومِ ثمود کښې 9 فساديان کسان وو۔ الله پاک فرمائي:

وَ کَانَ فِی الْمَدِیْنَۃِ  تِسْعَۃُ  رَھْطٍ یُّفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ وَ لَا یُصْلِحُوْنَ (۴۸)

 (پارہ:19، سورۀ نمل:48)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او پۀ ښار کښې نهه کسان وو چې هغوئي به پۀ زمکه کښې فساد کولو او اصلاح به يـې نۀ کوله۔

دا کوم 9 کسان چې وو، دا فساديان وو، د دوئي پۀ وجه باندې پۀ قومِ ثمود باندې عذاب نازِل شو او دا ټول قوم تباه او برباد شو۔

فساديانو فساد دا وکړو چې * وړومبے خو يـې د معجزې والا اوښه شهيده کړه * بيا پۀ خپل مينځ کښې کښيناستل او دا پروګرام يـې جوړ کړو چې د شپې به پۀ شريکه پۀ حضرت صالِح عَلَیْهِ السَّلَام باندې حمله وکړو او هغوئي به شهيد هم کړو۔ حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: پۀ هٰغه شپه (کله چې دغه بد بختو پۀ حضرت صالِح عَلَیْهِ السَّلَام باندې حمله کوله) الله پاک د هغوئي پۀ کور مبارک باندې د فرښتو څوکۍ مقرر کړه ۔ کله چې هٰغه 9 فساديانو خپلي وسلې ځان پسي وتړلي ، تورې يې راواخستې  او د حضرت صالِح   عَلَیْهِ السَّلَام کور مبارک ته راورسيدل نو فرښتو هغوئي پۀ کاڼو باندې وويشتل، هغوئي خو به پۀ کاڼو باندې لګيدل خو ويشتونکي به پۀ نظر نۀ راتلل، دغه شان دا 9 واړه فساديان هلاک شول۔([2])

د دې نه پس چې کوم غير مسلمه قوم وو، پۀ هغوئي باندې د سختې تيزې چغې عذاب راغلو، ناڅاپه خطرناک اواز وشو د کوم پۀ وجه چې دا ټول قوم تباه او برباد شو۔


 

 



[1]...سیرت الانبیاء، صفحہ:236 تا 246 ملتقطاًبتصرف۔

[2]...صراط الجنان، پارہ:19، سورۂ نمل، زیرِ آیت:51، جلد:7، صفحہ:215۔