Tilawat e Quran Kay Shoqeen

Book Name:Tilawat e Quran Kay Shoqeen

هغه د مخ د پاسه د ونې يوه څانګه ده، چې د هغې نه څاڅكي كيږي او په قبر کښې خوشبوئي خوره ده. خلقو هغه مړے اوپيژندلو، د خپل عزيز دفن كولو نه پس خلق د هغه كور ته لاړل، د هغه كونډه بي بي چې اوس بوډئ وه، د هغې نه ئې تپوس اوكړو: ستا خاوند به کوم نيك عمل کولو، چې د هغې په بركت د هغه د قبر نه خوشبوئي راځي؟ بوډئ زنانه اووئيل: زما خاوند ليكل لوستل نه وو زده كړى، هغه به د عامو خلقو په شان لمُونځ كولو او روژے به ئې نيولې، مزدور سړے وو، هغه قرآنِ كريم نه شو لوستلے خو د قرآنِ كريم سره ئې مينه كوله، د هغه زړه غوښتل چې قرآنِ كريم زده كړي او تلاوت اوكړي. په دې شوق به ئې قرآنِ مجيد بيرته كولو او په هره كرښه به ئې ګوته راښکله او وئيل به ئې: يا الله پاكه! ما له لوستل نه راځي خو تا چې څه فرمائيلي دي، بالكل دې رښتيا فرمائيلي دي، بيا به ئې په بله كرښه ګوته راښکله او وئيل به ئې: مولٰـى! تا دا هم رښتيا فرمائيلي دي، الٰـهي! دا دِ هم رښتيا ليكلي دي. په داسې كولو كولو به ئې پوره قرآنِ كريم ختمولو. بس هُم دا يو خاص عمل ئې وو، كيدے شي چې د دې په بركت د هغه قبر خوشبوداره وي.

      سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! اے عاشِقانِ رسول! تاسو د شوقِ تلاوت بركت اوليدو! قرآنِ مجيد واقعي وفادار دے، څوك چې د قرآنِ كريم سره پوره تَعَلُّق قائم ساتي، قرآنِ كريم هغه كله هم نه محرومه كوي، دا هُم ياد ساتئ چې د الله پاك رحمت بهانے لټوي، الله پاك چې اوغواړي نو په معمولي عمل په بنده ډير ډير رحمتونه نازلوي، هغه سړي قرآن مجيد نه شو لوستلے، د دې باوُجود هغه ته د شوقِ تلاوت بركتونه نصيب شو، دا د الله پاك رحمت دے، د دې دا مطلب هيڅ كله نه دے چې اوس دِ مونږه قرآنِ مجيد نه زده كوو، او ناپوهي اختيار كړو، نه . نه....! مونږه به قرآنِ كريم زده كوو، تجويد به هُم زده كوو، صحيح مخارج به هم زده كوو، په قرآنِ كريم به د ځان پوهه كولو كوشش هم كوو او په