Book Name:Tilawat e Quran Kay Shoqeen
د تِلاوت د شوق، قابِلِ رَشك اِنعام
حضرت ثابِت بُناني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير نيك، پرهيزګاره بنده وو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هميشه د ورځې روژه نيوله او ټوله شپه به ئې عبادت كولو، حضرت ثابت بُناني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د قرآن پاک د تلاوت ډير شوق لرلو، هره ورځ به ئې د قُرآنِ پاك يو ختم كولو.[1] د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ښكلے عادت دا هم وو چې هغوئي به د كوم جُمات په خوا تيريدلو په هغې كښې به ئې دوه ركعاته (تَحِيَّةُ المَسْجِد) ضرور ادا كول. د تحديثِ نعمت په طور فرمائي: ما د جامِع مسجد د هرې ستنې خوا ته د قُرآنِ پاك ختم كړے دے او د الله پاك په بارګاه كښې مې ژړا فرياد كړے دے.[2]
د حضرت ثابِت بُناني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د لمَانځه او تِلاوَت سره خاص مينه وه. د دې په بركت په هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله پاك داسې كرم اوشو چې د رشك قابِل دے۔ د وفات کيدو وروستو د خخولو په وخت کښې يوه خښته اوښوئيده او قَبْر ته دننه پريوتله، خلق چې کله د خښتې اوچتولو د پاره ور ښكته شو نو حيران شو چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په قَبْر كښې ولاړ وو او لمُونځ ئې كولو! د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د كور د كسانو نه چه معلومات اوكړے شو نو لور صاحبې ئې اووئيل چې والِدِ مُحترم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هره ورځ دا دُعا كوله: يا الله پاكه! كه ته چا ته د وفات نه پس په قَبْر كښې د لـمانځه كولو سعادت وركوې نو ما ته هُم دا شَرف راعطا كړې.“ [3] منقول دي: چې كله به هُم خلق د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مزار مُبارك په خوا تيريدل نو د قَبْر مبارك نه به ئې د قُرآنِ پاك د تِلاوت آواز راتللو.[4]