Tilawat e Quran Kay Shoqeen

Book Name:Tilawat e Quran Kay Shoqeen

اللهُ الْكَرِيْم! قرآنِ كريم به په دُنيا، قبر، ميدانِ حشر، په ميزان او پُل صِراط هر ځائے کښې د ده حِفاظت کوي او كه الله پاك اوغواړي نو جَنَّت ته به ئې اورسوي.

الله پاك هغه زړه ته عذاب نه وركوي

    د حضرت ابُو اُمَامه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ نه روايت دے چې د الله پاك آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي:قُرآن لولئ! بے شكه كوم زړه چې د قرآنِ كريم غِلاف وي، الله پاك هغه زړه له عذاب نه وركوي. [1]

د قُرآنِ مجيد په نورو كتابونو فضيلت

    د حضرت ابُو سعيد خُدري رَضِیَ اللهُ عَنْهُ نه روايت دے چې د الله پاك محبوب نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: الله پاك فرمائي: كوم بنده چې د قرآن د تِلاوت او زما په ذِكر كښې د مصروفه كيدو په وجه زما نه څه اونه غوښتلے شي، نو زه هغه ته د هٰغه خلقو نه زيات غوره عطا کووم کوم چې زما نه سوال کوي.

     رسولِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: څنګه چې الله پاك د خپل ټول مخلوق نه افضل دے، دغسې د الله پاك كلام هم په ټولو كلامونو كښې افضل او اعلٰـى دے.[2]

د قُرآن تِلاوَت افضل ترين عبادت دے

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! غور اوكړئ! د قرآن شريف د تِلاوت څنګه څنګه فضائل دي. كاش چې مونږ ته هم د قرآنِ پاک د تِلاوت کولو شوق رانصيب شي. زمونږ


 

 



[1]...جامع صغیر، صفحہ:83، حدیث:1340۔

[2]...ترمذی، کتاب فضائل القرآن، صفحہ:679، حدیث:2926۔