Book Name:Tilawat e Quran Kay Shoqeen
د اِمامِ بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شوقِ تلاوت
د حدِيثِ پاك لوئ اِمام، اِمام محمد بِن اسماعيل بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د قرآن د تلاوت سره د عِشق د حده پورې مينه کوله، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به په روژه كښې هره ورځ د قرآنِ كريم يو ختم کولو او د شپے به ئې په نوافِلو كښې په هرو دريو شپو كښې يو ختم كولو.[1]
يوه ورځ اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لمُونځ كولو، په هغه وخت كښې د شاتو مچئ هغوئي 17 ځاىه اوچيچلو، د لمُونځ پوره كولو نه پس هغوئي اوفرمائيل: لږ اوګورئ څه څيز دے چې ما ته ئې په لمَانځه كښې تكليف راکولو؟ شاګردانو چې اوكتل نو د هغوئي ملا مباركه 17 ځاىه پړسيدلي وه، اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شاتو مچئ 17 ځاىه د چيچلو باوجود د لمُونځ نه ماتولو په حقله اوفرمائيل: ما د يو آيت تلاوت كولو او زما دا خواهش وو چې زه دا آيت پوره كړم.[2]
د حضرت اسوَد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شوقِ تلاوت
حضرت اسوَد بِن يَزيد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډىر عبادت کوونکے وو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم د صحابۀ كرامو رِضْوانُ اللهِ عَلَيْهِم صُحبَت حاصل كړے وو، د قُرآن د تلاوت سره ئې ډيره زياته مينه وه، هغوئى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به په شپږو ورځو كښې يو ختم كولو، او په روژه كښې به د هغوئي دا مينه نوره هم زياته شوه، د هغوئي معمول مبارك دا وو چې د ماښام نه پس د ماسخُوتن پورې به ئې آرام كولو، بيا به ئې ټوله شپه د قرآن په تلاوت كښې تيروله،