Book Name:Tilawat e Quran Kay Shoqeen
اوريدو به مشركان د هغوئي خوا ته راجمع شول او بعضې وخت به د هغوئي د سترګو نه هم اوښكې روانې شوې.[1]
د حضرت عبدُالله بِن عُمر رَضِیَ اللهُ عَنْهُما شوقِ تلاوت
حضرت نافِع رَضِیَ اللهُ عَنْهُ د حضرت عبدُالله بِن عُمر رَضِیَ اللهُ عَنْهُما غلام دے، د هغوئي نه چا پوښتنه اوكړه چې حضرت عبدُالله بِن عُمر رَضِیَ اللهُ عَنْهُما به په كور كښې څه كول؟ حضرت نافِع رَضِیَ اللهُ عَنْهُ ورته اوفرمائيل: حضرت عبدُالله بِن عُمر رَضِیَ اللهُ عَنْهُما چې څه كول، د هغې معمول جوړول د عامو خلقو د وَس خبره نه ده. د حضرت عبدُالله بِن عُمر رَضِیَ اللهُ عَنْهُما دا معمول وو چې هر لمَانځه ته به ئې تازه اودس كولو او د لمُونځونو تر مينځه وخت به ئې په تِلاوتِ قُرآن كښې تيرولو.[2]
د حضرت عُمر بِن عبدُالعزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شوقِ تلاوت
حضرت عُمر بِن عبدُالعزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم د تلاوت شوق لرونكو كښې لوئ مقام لرلو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله نه ډير ويريدونکي وو، د قُرآنِ كريم تلاوت كولو سره به هغوئي ژړل، خاص طور په كومو آيتونو كښې به چې د قيامت او د آخرت د حساب كتاب ذِكر وو، د هغې د لوستلو سره به د الله پاك د ويرې رپيدلو او كله كله به بے هوشه شولو، يو ځل حضرت عُمر بِن عبدُالعزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سُورۀ قارعه دا آيتونه اولوستل:
یَوْمَ یَكُوْنُ النَّاسُ كَالْفَرَاشِ الْمَبْثُوْثِۙ(۴) وَ تَكُوْنُ الْجِبَالُ كَالْعِهْنِ الْمَنْفُوْشِؕ(۵) (پارہ:30،سورۂ قَارِعَہْ:4-5)
[مفهوم] ترجمۂ کَنْز العِرْفان: په کومه ورځ به چې انسانان د خورو شوؤ پتنګانو په شان وي. او غرونه به د رنګارنګ وهلې شوې وړئ په شان شي.