Tilawat e Quran Kay Shoqeen

Book Name:Tilawat e Quran Kay Shoqeen

آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به  جنّت کښې زما سره وي.‘‘ ([1])

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا                                                                   جنت میں   پڑوسی  مجھے  تم   اپنا   بنانا

سِينه مې دِ شي  جوړه  د  سنّتو  مدينه  خوږه آقا               جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا

د نوم ايښودلو سُنَّتونه او آداب 31

     دوه فرامینِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: (1) د ښو خلقو په نومونو نومونه ګږدئ.[2] (2) د قيامت په ورځ به تاسو ستاسو او ستاسو د پلارانو په نومونو بللے كيږئ، لِهٰذا خپل ښه نومونه ګږدئ.[3]

    اے عاشِقانِ رسول! مفتـي امجد علـي اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ماشوم له ښه نوم كيښودل پکار دي، د ډيرو خلقو داسې نومونه دي چې څه معنٰى ئې نه وي يا ئې بده معنٰى وي، د داسې نومونو ايښودلو نه پرهيز اوكړئ. * د انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام او صحابه و تابعينو په نومونو نوم ايښودل بهتر دي، اُمِّيد دے چې د هغوئي بركتونه به د ماشوم سره مل وي * ماشوم كه ژوندے پيدا شي او که مړ، که بدن ئې مكمل وي او که نامكمله وي، بهرحال د هغه نوم به ايښودلے کيږي،* په حديثِ پاك كښې دي: د كچه ماشوم نوم كيږدئ چې الله پاك به د هغه په ذريعه ستاسو د عمل تله درنوي


 

 



[1] ابنِ  عساكر  ج٩ ص ٣٤٣

[2]...مسند الفردوس، جلد:2، صفحہ:58، حدیث:2329۔

[3]...ابو داؤد، کتاب الادب، باب:فی تغییر الاسما، صفحہ:775، حدیث:4948۔