Book Name:Tilawat e Quran Kay Shoqeen
كړي دي * په كوم كور كښې چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفات شوي وو، په هغه كور كښې ئې 7 زره ځله قرآنِ مجيد ختم كړے وو.[1] اعلٰـى حضرت، اِمامِ اهلِسُنَّت مولانا شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د اِمام اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ديرشو كالو نه معمول وو چې هغوئي به هره شپه په يو ركعت كښې پوره قرآنِ پاك ختمولو.[2]
ټوله شپه به ئې په لمَانځه كښې تلاوت كولو
حضرت سَيِّدُنا اِبنِ ابـي زائد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما په يواځې ځائے کښې د اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه د يوې مسئلے پوښتنه كول غوښتل، ما د ماسخُوتن لمُونځ د هغوئي سره په جمات كښې اوكړو، ټول خلق لاړل ، زه د مسئلے د پوښتنې د پاره حصار شوم، اِمام اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته زما د حصاريدو پته نه وه، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اودريدلو او په لمَانځه كښې ئې قُرآن لوستل شروع كړل، ما اِنتِظار كولو چې كله اِمام اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فارغه شي نو زه به ترينه د مسئلے پوښتنه کووم خو اِمام اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پرله پسې تلاوت كولو، چې كله د 27 سيپارے سورۀ طُور دې آيت ته را اورسيدلو:
فَمَنَّ اللّٰهُ عَلَیْنَا وَ وَقٰىنَا عَذَابَ السَّمُوْمِ(۲۷) (پارہ:27،سورۂ طور: 27)
[مفهوم] ترجمۂ کَنْز العِرْفان: نو الله په مونږه احسان اوكړو او مونږه ئې د (دوزخ د) سختې تودې هوا د عذاب نه بچ كړو.
نو اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ژړا شو او بيا بيا ئې هُم دا آيت لوستلو، تر دې چې سحر شو او مُؤَذِّن د سحر اذان اوكړو.[3]