Tilawat e Quran Kay Shoqeen

Book Name:Tilawat e Quran Kay Shoqeen

خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: اَفْضَلُ عِبَادَۃِ اُمَّتِیْ قِرَاءَۃُ الْقُرْآنِ قرآنِ كريم زما د اُمَّت افضل ترين عبادت دے. [1]

     صحابـئ رسول حضرت عبدُ الله بِن مسعُود رَضِیَ اللهُ عَنْهُ هم عاشِقِ قرآن وو، يو ځل د هغوئي په خدمت كښې عرض اوكړے شو: تاسو نفلـي روژے لږې نيسئ، د دې څه وجه ده؟ اوئې فرمائيل: زه چې كله روژه نيسم نو كمزوري راځي بيا زه د قرآن تِلاوت نه شم كولے او زه د قرآن د تِلاوت سره مينه كووم. [2]

د الله پاك نزديکت عطا كوونكي نيكي

     حضرت فَروه بِن نَوفَل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زه د حضرت خَبَّاب بِن اَرَتِّ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ګاونډى ووم، يوه ورځ زه د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره جمات طرف ته اووتم، هغوئي زما لاس اونيولو، اوئې فرمائيل: اے انسانه! چې څومره كيدے شي د الله پاك قُرب حاصل كړه! بيا ئې پخپله اوفرمائيل: د الله پاك د قُرب حاصلولو د ټولو نه غوره ذريعه د هغه كلام (يعني قرآنِ مجيد) دے. [3]

که چرې خوب کښې د الله پاک ديدن نصيب شي نو بيا۔۔۔۔

     حضرت اِمام احمد بِن حنبل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما ته په خوب كښې د الله پاك ديدن نصيب شو: (په دې دُنيا كښې د الله پاك ديدن په خوب كښې خو كيدے شي خو په دې دُنيا كښې په غړيدلو سترګو د الله پاك ديدن كول زمونږ د خوږ آقا، مكي مَدَني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 


 

 



[1]... شُعَبُ الایمان ، جلد:2، صفحہ:354، حدیث:2022۔

[2]...شُعَبُ الایمان، جلد:2، صفحہ:354، حدیث:2018۔

[3]... شُعَبُ الایمان ، جلد:2، صفحہ:354، حدیث:2020۔