Book Name:Tilawat e Quran Kay Shoqeen
سره خاص دے، آؤ! په آخرت كښې به اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! هر جنَّتـي ته د الله پاك ديدن نصيب كيږي، خير اِمام احمد بِن حنبل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته [په خوب کښې] د الله پاك ديدن نصيب شو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:) ما عرض اوكړو: اے رَبِّ كريمه! ستا په نِزد كوم عمل غوره دے؟ چې د هغې په ذريعه خلق تاته نزدې کيږي؟ الله پاك اوفرمائيل: اے احمد! هغه زما پاك كلام (قرآنِ مجيد) دے، ما عرض اوكړو: اے الله پاكه! چې په دې باندې د پوهيدلو سره ئې اولولي يا بے پوهه؟ اوئې فرمائيل: که [څوک ئې] پوهيدلو سره اولولي او که نه پوهيدلو سره (په دواړو صورتونو كښې فضيلت دے).[1]
اے عاشِقانِ رسول! معلومه شوه چې * تِلاوتِ قرآن غوره نيكي ده * د تِلاوتِ قرآن په بركت د الله پاك قُرب نصيب كيږي *د تِلاوت كوونكي نه الله پاك رضا كيږي * تلاوت كوونكے د الله پاك په بارګاه كښې لوئ مقام حاصلوي. دا هم معلومه شوه چې په قرآنِ كريم باندې ځان پوهه كول هم ضروري دي چې بنده په قرآنِ كريم ځان پوهه نه كړى نو عمل به پرې څنګه كوي * البته كه انسان پرې نه پوهيږي او بيا هم د قرآنِ كريم تلاوت كوي، دا هم د لوئ فضيلت خبره ده، د دې سره هم زړه روښانه كيږي او د الله پاك مينه نصيب كيږي.
يوه ډىره قابِلِ رَشک واقعه بيانيږي چې چرته يو کس وفات شو، خلقو د هغه د كفن دفن کولو انتِظام شروع كړو، د قبر كنستلو سره ناڅاپه خواته بل قبر پريوتو او قبر د سر طرف نه سورے شو، هلته موجودو خلقو د قبر دننه دا اِيمان تازه کوونکې واقعه په خپلو سترګو اوليدله چې په قبر كښې مړے بالكل صحيح سلامت پروت دے او د