Tilawat e Quran Kay Shoqeen

Book Name:Tilawat e Quran Kay Shoqeen

شوق او محبت سره به د دې تِلاوت هم كوو. الله پاك دِ مونږ ته قرآنِ كريم سره د پوره تَعَلُّق جوړولو توفيق رانصيب كړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

    اے عاشِقانِ رسول! د افسوس خبره ده چې اوس زمونږه حال ډىر بدتر دے، که مونږ لږ په خپل تير شوي وخت سوچ اوكړو چې مونږه د قرآنِ کريم څومره ختمونه كړي دي، مونږه هره ورځ څومره تلاوت كوو؟ نو كيدے شي چې د دې سُوالونو مونږ ته ښه جواب ميلاؤ نه شي، مونږه تلاوت نه كوو، او كه كوو ئې هم نو ډىر كم، څو څو ورځې، مياشتې بلكه د ډىرو خلقو خو ډير ډير كلونه هم د تلاوت نه بغير تير شي.

    بس هر وخت د دنيا د مال ګټلو په فِكر کښې اخته اوسو * چې كاروبار مو زيات شي * ګټه مو زياته شي * ګاډے راته ميلاؤ شي * بنګلے راته ميلاؤ شي *عُهدے راته ميلاؤ شي * اوچت منصب مو نصيب شي * بس دغه فِكرونه مو دي او اوس د پاسه سوشل ميډيا هُم راغله * [بس اوس په دې کښې اخته يُو او] په فيس بُك د پوسټونو كولو شوق * او د سيلفي اخستلو او په سوشل ميډيا باندې د وائرل كولو او لائيك زياتولو په شوق کښې اخته يُو.

حالّ مُرْتَحِلْ څه ته وائي؟

      كاش چې مونږ ته د تلاوت شوق رانصيب شي. حضرت عبدُالله بن عبَّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمَا فرمائي: يو ځل يو سړے د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمتِ اقدس كښې حاضر شو او عرض ئې اوكړو: يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! غوره عمل كوم يو دے؟ اوئې فرمائيل: په تا باندې لازم دي چې ته حالّ مُرْتَحِلْ (يعني منزل ته د رسيدو سره بيا سفر كوونكے) جوړ شې! هغه عرض اوكړو: يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! حالّ مُرْتَحِلْ څه دے؟ اوئې فرمائيل: هغه صاحِبِ قرآن [يعنې قرآن لوستونکے] څوک چې