Book Name:Tilawat e Quran Kay Shoqeen
شريف لوستلو، بيا د هغې نه پس به مې ستا بندګانو ته وعظ او نصيحت كولو. زما په دې عرض د الله پاک رحمت په جوش كښې راغے او ارشاد ئې اوفرمائيلو: اے فرښتو! د ده د پاره اسمان كښې كرسئ کيږدئ لکه څنګه چې به ده زما په زمكه زما بندګانو ته زما بُزُرګي بيانوله، چې هغه شان زما په اسمانونو كښې زما فرښتو ته زما عظمَت بيان كړي.[1]
مُحترمو اسلامي ورونړو! د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ” اَفْضَلُ الْعَمَلِ اَلنِّيَّةُ الصَّادِقَةُ “ رښتينے نيت بهترين عبادت دے. ([2])
اے عاشقانِ رسول! نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.
* د عِلمِ دِين حاصلولو نِيَّت اوکړئ او *نور دا نيتونه اوکړئ چې نظر به ښكته ساتم او ښه په غورسره به بيان اورم. * چې څومره كيدے شي د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې كښينم * د علم زده كولو د پاره به پورا بيان اورم * د بيان په دوران كښې به د سُستئ نه ځان بچ ساتم * د خپلې اصلاح د پاره به بيان اورم * څه چې واورم نورو ته به ئې د رَسَولو كوشش كووم.