Tilawat e Quran Kay Shoqeen

Book Name:Tilawat e Quran Kay Shoqeen

اوكړو: ته د كله نه حافظ جوړ شوے ئې؟ خليل خان خپل پلار محترم ته هغه واقعه او د عالِـمانو هغه بيانونه ور ياد كړل او اوئې وئيل: بس د هٰغه وخت نه ما قرآنِ كريم حفظ كول شروع كړي وو او اوس زه حافظ يم. سُلطان محمود اوَّل خپل قابل بچي ته د تراويح د امامت اجازت وركړو، خليل خان په اوَّله ورځ په تراويح كښې د پوره قرآنِ مجيد ختم اوكړو، سُلطان ورپسې شاته ولاړ وو او اوريدلو ئې، په دويمه ورځ ئې بيا د پوره قرآنِ مجيد ختم اوكړو، سُلطان ورپسې شاته ولاړ وو او اوريدلو ئې، په وړومبو شپاړسو شپو كښې په تراويح کښې خليل خان د قرآن مجيد شپاړس ختمونه اوكړل، په شپاړسمه ورځ سُلطان محمود خپل قابل ځوئ خپلې سينے ته راجوخت كړو، په تَندي ئې ښكل كړو او ورته ئې اووئيل: خليل خان! زه ستا شُكريه څنګه ادا كړم چې تا زما د پاره د قيامت په ورځ د لمَر د تاؤ نه د بچ كيدو سامان تيار كړو.

رشك په چا اوكړو...!

    اے عاشِقانِ رسول! غور اوكړئ! دا څومره عظيم خلق وو، هغوئي به د تلاوت څومره شوق لرلو؟ چا به هره ورځ د قرآنِ كريم ختم كولو، چا به په دوو ورځو كښې يو ځل مكمل قرآنِ كريم لوستلو، چا به په خپل ټول ژوند كښې اَتَلَّس زره ځله د قرآنِ كريم ختم كولو سعادت حاصلولو، چا دولس زره ځله قرآنِ كريم لوستلے وو، په هغوئي باندې رشك پكار دے، زمونږ خو حالت داسې جوړ شوے دے چې مونږه په دُنيا دارئ كښې رشك كوو، * چې ګران ګاډے اووينو نو بےاختياره مو د خُلې نه آه! اُوځي، چې څومره ښكلے ګاډے دے...!! کله خو به ئې الله پاك ما له هم راكړي * كه د يو عاليشان كور په خوا تيريږو نو بےاختياره مو د خُلې نه آه! اُوځي چې څومره ښكلے عاليشان كور دے  * که يو عهده دار اووينو نو رشك پرې كوو * يو امير