Book Name:Tilawat e Quran Kay Shoqeen
د دې آيتونو په لوستلو حضرت عُمر بِن عبدُالعزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يوه چغه اووهله او بےهوشه شو او په زمكه راپريوتلو.[1] حضرت عُمر بِن عبدُالعزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل آخري وخت کښې هم د قرآن تلاوت کولو، د وفات په وخت د هغوئي په ژبه مباركه دا آيت وو:
تِلْكَ الدَّارُ الْاٰخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِیْنَ لَا یُرِیْدُوْنَ عُلُوًّا فِی الْاَرْضِ وَ لَا فَسَادًاؕ-وَ الْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِیْنَ(۸۳) (پارہ:20،سورۂقصص: 83)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: دا د آخرت كور مونږ د هغه خلقو د پاره جوړوو څوک چې په زمكه كښې تَكَبُّر او فساد نه غواړي او ښه انجام د پرهيز ګارانو د پاره دے.
د دې آيتِ كريمه تلاوت كولو سره هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې دُنيا نه رُخصت شو.[2]
د اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شوقِ تلاوت
*د كروړاؤ حنفيانو اِمام، اِمامِ اعظم ابُوحنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د 45 كالو پورې د ماسخوتن په اودس د سحر لمُونځ كړے دے، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به په روژه كښې د قرآنِ کريم 61 ختمونه کول، د قرآن مجيد 30 ختمونه د ورځې، د قرآن مجيد 30 ختمونه د شپے او يو په تراويح كښې.[3] * د يو روايت مطابق اِمامِ اعظم 55حجونه