Book Name:Tilawat e Quran Kay Shoqeen
په يو حديثِ پاك كښې دي: بيشكه قرآنِ مجيد شفاعت كوونكے دے او د ده شفاعت به قبلول کړے شي څوك چې قرآنِ كريم خپل امام جوړ كړي، قرآنِ كريم هغه جَنَّت ته بوځي او څوك چې قرآنِ كريم شا ته پريږ دي، قرآنِ كريم هغه جَهَنَّم ته بوځي. [1]
فقيه ابُو اللَّيث سمرقندي فرمائي: څوک چې د قرآنِ كريم تلاوت کوي، په دې عمل کوي، قرآنِ مجيد به هغه جَنَّت ته اُورَسوي او څوك چې د قرآنِ مجيد سره بے وفائي اوكړي، د دې تلاوت نه کوي، په دې باندې عمل نه کوي نو د قيامت په ورځ به هغه دوزخ طرف ته بوتللے شي.[2]
د حضرتِ سَيِّدُنا اَبُو هُرَيره رَضِیَ اللهُ عَنْهُ نه روايت دے چې د الله پاك آخري نبـي، مُحَمَّدِ عَـرَبِـی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: په دُنيا كښې څلور څيزونه نااشنا دي (1): د ظالِم په زړه كښې قُرآن نااشنا دے (2) په آبادئ کښې شړ جُمات چې په هغې کښې لـمونځ نه کيږي. (3) هغه كور په كوم كښې چې د قرآنِ مجيد تلاوت نه كيږي، هلته قرآنِ مجيد نااشنا دے او (4) په بد قوم كښې نيك انسان نااشنا دے. [3]