Book Name:Tilawat e Quran Kay Shoqeen
پاک تِلاوت كولو کولو کښې، دُرود شريف وئيلو وئيلو کښې، د نعتونو نذرانے وړاندې کولو کولو کښې، ښه او قابلِ رَشک مرګ رانصيب شي۔ اٰمِین بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
آيا جبريلِ اَمِين عَلَيْهِ السَّلام زمكې ته تشريف راوړي؟
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! بعضې خلق دا ګمان كوي چې، ولې چې حضرت جبريلِ اَمِين عَلَيْهِ السَّلام به انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام ته وحي راوړله او اوس نَبُوَّت ختم شوے دے، ځکه حضرت جبريلِ اَمِين عَلَيْهِ السَّلام زمكې ته نه راځي.
نو دا صرف عوامي خيال دے، ياد ساتئ چې بے شكه د نَبُوَّت دروازه بنده شوې ده، زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه پس حضرت جبريلِ اَمِين عَلَيْهِ السَّلام وحي نه راوړي البته د وحي راوړلو نه علاوه د بل يو مقصد د پاره اوس هم زمكې ته تشريف راوړي. په ديرشمه سيپاره، سورۀ قَدْر كښې الله پاك ارشاد فرمائي:
تَنَزَّلُ الْمَلٰٓىٕكَةُ وَ الرُّوْحُ فِیْهَا بِاِذْنِ رَبِّهِمْۚ-مِنْ كُلِّ اَمْرٍۙۛ(۴) (پارہ:30، سورۂ قدر، آیت:4)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: په دې شپه کښې فرښتے او جبريل د خپل ربّ په حكم د هر كار د پاره كوزيږي.
د دې آيت نه صفا معلومه شوه چې شبِ قدر كومه چې هر كال راځي، په هغه شپه حضرت جبريلِ اَمِين عَلَيْهِ السَّلام زمكې ته تشريف راوړي. په مِرْقَاةُ الْمَفَاتِيْح كښې دي: اِنَّ جِبْرَائِيلَ يَحْضُرُ مَوْتَ كُلِّ مُؤْمِنٍ يَكُونُ عَلَى طَهَارَةٍ بيشكه هر مُومِن چې د اوداسه په حالت كښې مړ کيږي، د ځنكدن په وخت كښې د هغه خوا ته حضرت جبريلِ اَمِين عَلَيْهِ السَّلام تشريف راوړي.[1]