Book Name:Tilawat e Quran Kay Shoqeen
مدرسةُ المَدينه بالغان كښې د تجويد و قراءت مطابق د قرآنِ مجيد لوستلو ذِهن راكړو كومه چې په جامع مسجد ګلزارِ مدينه لوكو شيډ كښې قائمه وه. د هغوئى په مشوره باندې ما په مدرسةُ المَدينه بالغان كښې داخله واخستله او په پابندئ سره به حاضريدم. د هغې په بركت ما د لمَانځه، روژے، اوداسه او غُسل وغيره مسائل زده كړل او د دعوتِ اسلامي ديني ماحول ته نِزدې شوم، په دې دوران كښې ما ته د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د رسالو لوستلو په بَرَكت د آخرت د فِكر ذِهن رانصيب شو. چې كله زه پوره پوره د ديني ماحول سره وابسته شوم نو د خپل كور په خلقو مې اِنفِرادي كوشش شروع كړو. د الله پاك په كرم او د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ وركړے شوو ”په كور کښې د ديني ماحول جوړولو 19 مدني ګلونو‘‘ باندې د عمل كولو په بركت په هغوئي كښې هم اِنقلاب راغلو، د كور ټول خلق د دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره وابسته شو. د فلمونو ډرامو سلسله ختمه شوه . ټول د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ په ذريعه په سلسلۀ عالِيه قادِرِيَّه رَضَوِيَّه كښې داخل شو او عطاري جوړ شو.
اے عاشقانِ رَسُول! د عاشقانِ رسول دینی تحریک دعوتِ اسلامی I.T ډيپارټمنټ يو موبائل ایپلی کیشن جاری کړے دے، چې د هغې نوم دے Madani Qaidah (مدنی قاعدہ) ۔ د دې ایپلی کیشن په ذريعه تاسو د مدنی قاعدہ لوستلو او د دې د مشق کولو په ذريعه بنیادی تجوید زده کولے شئ۔ په خپل اسمارټ فون کښې دا ایپلی کیشن انسټال کړئ! پخپله هُم ترينه فائده واخلئ او نورو ته هُم د دې ترغيب ورکړئ۔
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او