Book Name:Tilawat e Quran Kay Shoqeen
40 كالو پورې دا معمول وو چې هره ورځ به ئې د قرآنِ كريم يو ختم كولو. [1] د 50 كالو پورې هغوئي له بستره نه وه خوره كړے شوې[2] هره ورځ به ئې د شپے عبادت كولو. چې كله د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وفات وخت راغے نو د هغوئي خور په ژړا شوه، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: ولې ژاړې...؟ بيا ئې د كور يو ګوَټ ته اشاره اوكړه، او اوئې فرمائيل: ما په دغه ځائے كښې اَتَلَّس زره ځله د قرآنِ كريم ختم كړے دے.[3]
* حضرت اِمام كَـتَّانـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډىر لوئ عالِمِ دِين تير شوے دے. هغوئي د طواف په دوران کښې 12 زره ځله د قرآنِ كريم ختم كړے دے. [4] * حضرت ابُوبكر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله يو نيك بُزرګ بنده تير شوے دے، هغوئى 40 كاله داسې تير كړي وو چې هره ورځ به ئې د قرآنِ كريم يو ختم كولو.[5] * حضرت محمد بِن كعب قَرظِـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ډيرې اوچتې مرتبے تابعي دے (يعني هغوئي صحابـي ليدلے دے)، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم د قرآنِ پاک د تلاوت ډير شوق لرلو، هغوئي به فرمائيل: چې زه ټوله شپه سُورۀ زِلْزَال او سورۀ قَارِعَه داسې لوَلم چې په هغې کښې بيا بيا غور او فِكر كووم [يعني د هغې په معنو او تفسير ځان پوهه کړم] نو دا خبره ما ته (د پوهيدلو نه بغير) د پوره قُرآنِ كريم لوستلو نه زياته خوښه ده.[6]
[1]...سِیَر اَعْلَامُ النُّبَلا، جلد:7، صفحہ:686۔
[2]... سِیَر اَعْلَامُ النُّبَلا ، جلد:7، صفحہ:683۔
[3]... سِیَر اَعْلَامُ النُّبَلا ، جلد:7، صفحہ:686ملتقطاً۔
[4]... سِیَر اَعْلَامُ النُّبَلا ، جلد:11، صفحہ:469۔
[5]... سِیَر اَعْلَامُ النُّبَلا ، جلد:7، صفحہ:686۔
[6]...حلیۃ الاولیا، جلد:3، صفحہ:249، رقم:3848۔