Tilawat e Quran Kay Shoqeen

Book Name:Tilawat e Quran Kay Shoqeen

مالداره سړے اووينو نو رشك كوو * که د چا د بينك بيلنس مُتَعَلِّق واورو نو په خُله كښې مو اوبه راشي.

       كاش چې مونږ ته د تلاوت په شوق لرونكو باندې رشك راشي. زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: رشك صرف په دوو خلقو باندې دے: (1) يو هغه، چا چې قرآنِ كريم زده كړے وي او هغه شپه ورځ د هغې تلاوت كوي  (2) دويم هغه، چا ته چې الله پاك مال وركړے وي او هغه ئې شپه ورځ د الله پاك په لار كښې خرچ كوي.[1]

د تِلاوَت شوق پيدا كړئ!

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږ له پكار دي چې په زړه كښې د تلاوت شوق زيات كړو او هره ورځ څه نه څه تلاوت ضرور كوو، كه كيدے شي نو يو څو سورتونه زباني ياد كړئ، وخت په وخت ئې لولئ او په لمُونځونو كښې ئې تلاوت كوئ، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم!ډير ثوابونه به حاصل كړئ. په حديثِ پاك كښې دي: څوك چې په لمَانځه كښې په ولاړه د قرآنِ مجيد تلاوت كوي د هغه د پاره د هر حرف په بدله كښې 100 نيكئ دي، څوك چې په لمَانځه كښې په ناسته تلاوت كوي د هغه د پاره د هر حرف په بدله كښې 50 نيكئ دي، څوك چې د لمَانځه نه علاوه په اوداسه كښې تلاوت كوي، د هغه د پاره د هر حرف په بدله كښې 25 نيكئ دي او څوك چې بے اودسه (قرآن ته د لاس لګولو نه بغير) تلاوت اوکړي د هغه د پاره د هر حرف په بدله كښې 10 نيكئ دي۔[2]


 

 



[1]...مسلم، کتاب صلاۃالمسافرین، باب:من یقوم بالقرآن، صفحہ:293، حدیث:267۔

[2]  (اِحْيَاءُ الْعُلُوم مترجِم، جلد:1 صفحه 831)