Book Name:Tilawat e Quran Kay Shoqeen
په هرو دوو شپو كښې به ئې يو ځل ختم كولو، د ژوند په آخرو ورځو كښې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سخت بيمار شو، د بيمارئ د سختئ په وجه به ئې ډډه نه شوه بدلولے، د دې باوُجود د هغوئي د قُرآن د تلاوت شوق كم نه شو، هغوئي به خپل وراره حضرت اِبراهيم نخعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته ډډه وهله او تلاوت به ئې كولو.[1]
د حضرت اِمام نافِع رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شوقِ تلاوت
حضرت اِمام نافِع مَدَني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د قراءت اِمام دے، هغوئي مخكښې غلام وو، بيا الله پاك هغوئي ته د آزادئ نِعمَت عطا كړو، اِمام نافِع مدَني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اوياؤ تابعينو نه د قُرآنِ مجيد لوستلو سعادت حاصل كړے دے، بيا ئې ټول ژوند د قُرآنِ مجيد په لوستلو كښې تير كړے دے. په مَسجِدِ نَبَوي كښې ئې د اوياؤ كالو پورې درسِ قُرآن وركولو. كله چې به هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه قُرآنِ مجيد لوستلو نو د خُلې نه به ئې خوشبوئي راتلله، چا ترينه تپوس اوكړو: آيا تاسو خوشبو لګوئ؟ اوئې فرمائيل: نه، زه خوشبو نه لګووم. يو ځل ما ته په خوب كښې د خپل خوږ آقا، محمد مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ديدار نصيب شو. خوږ خوشبودار آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زما خُلې ته نِزدې شولو او تلاوت ئې كولو، د هغه ورځې نه زما د خُلې نه خوشبوئي ځي.[2]
د اِمام ابوبكر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شوقِ تِلاوت
حضرت اِمام ابُوبكر بِن عَيَّاش رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم د قراءت لوئ اِمام وو، هغوئي خپل ټول ژوند په قرآنِ كريم لوستلو او ښودلو كښې تير كړے دے، د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د