Tilawat e Quran Kay Shoqeen

Book Name:Tilawat e Quran Kay Shoqeen

د قيامت په ورځ په تِلاوت كوونكي كرَم

     په يو حديثِ پاك كښې دي، د الله پاك آخري نبـي، رسُولِ هاشِمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: كوم بنده چې په ورځ او شپه كښې د قرآنِ كريم تِلاوت كوي، د قرآنِ كريم حلال، حلال او حرام، حرام ګنړي، الله پاك فرښتے د هغه ملګرې جوړې کړي. چې كله د قيامت ورځ شي، قرآنِ كريم به د دغه بنده د پاره د الله پاك په بارګاه كښې دليلونه ورکوي، قرآن به وائي: اے رَبِّ كريم! هر انسان به په دُنيا كښې د خپل كار مزدوري اخستله خو فُلاني كس به ورځ او شپه زما تِلاوت كولو، زما حلال به ئې حلال او حرام به ئې حرام ګنړل، اے رَبـَّه! نن ده ته اجر وركړې. د قرآنِ كريم په خواست به هغه بنده ته شاهي تاج او د كرامت لباس واغوستلے شي. بيا به الله پاك قرآنِ كريم ته وائي: ھَلْ رَضَیْتَ؟ (اے قرآنه) آيا ته رضا ئې؟ قرآنِ كريم به اووائي: يا ربّ! د دې نه هم ښه اجر وركړې. بيا به دغه بنده ته بادشاهت او جنَّت عطا كړے شي. بيا به قرآنِ كريم ته اووئيلے شي: ھَلْ رَضَیْتَ؟ (اے قرآن) آيا اوس رضا ئې؟ قرآنِ كريم به اووائي: آؤ، ياربّ! (اوس زه رضا يم).[1]    

قُرآنِ كريم د الله پاك مضبوطه رسئ ده

      د مسلمانانو څلورم خليفه اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عَلِـىُّ المُرتَضٰى رَضِیَ اللهُ عَنْهُ نه روايت دے چې نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: زر ده چې فتنے به وي. ما عرض اوكړو: يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! د دې نه د بچ كيدو څه طريقه ده؟ اوئې فرمائيل: د الله پاك كتاب (يعني قرآنِ كريم). بيا ئې اوفرمائيل: په قرآنِ كريم


 

 



[1]...شُعَبُ الایمان، جلد:2، صفحہ:345، حدیث:1991۔