Book Name:Tilawat e Quran Kay Shoqeen
قرآنِ كريم د سر نه لوستل شروع كړي او آخر ته اورسي، چې كله قرآنِ كريم مكمل كړي نو بيا ئې د سر نه شروع كړي، چې كله هُم هغه خپل منزل ته رسي [نو] بيا سفر شروع كوي.[1]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! زمونږه بُزُرګانِ دين د الله پاك بندګان داسې وو چې هغوئي به په صحيح معنو کښې د قرآنِ كريم قدر كولو، شپه او ورځ به ئې ډير ډير تلاوت كولو، يو ځل د قرآنِ كريم مكمل كولو نه پس به ئې بيا شروع كولو او په تلاوت كولو به نه ستړي كيدل.
د وړومبي خليفه حضرت ابُوبكر صِدِّيق رَضِیَ اللهُ عَنْهُ شوقِ تلاوت
اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت ابُوبكر صِدِّيق رَضِیَ اللهُ عَنْهُ د مسلمانانو وړومبے خليفه دے، ډير د اوچتې درجے صحابي دے، د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يارِ غار هم دے، يارِ مزار هم دے، هغوئي رَضِیَ اللهُ عَنْهُ چې کله مکه مکرمه کښې وو، لا مدينے مُنَوَّرے ته ئې هجرت نه وو کړے، هغه وخت هغوئي په خپل كور كښې مسجدِ بيت جوړ كړے وو، په هغه ځائے كښې به ئې نفلونه كول او د قُرآنِ كريم تلاوت به ئې كولو، حضرت ابُوبكر صِدِّيق رَضِیَ اللهُ عَنْهُ ډير نرم زړه والا وو، هغوئي به چې كله تلاوت كولو نو د سترګو نه به ئې د اوښکو باران وريدلو، تر دې پورې چې د هغوئي د تلاوت د آواز په