Tilawat e Quran Kay Shoqeen

Book Name:Tilawat e Quran Kay Shoqeen

قُرآن لوله! او د جَنَّت په درجو بره خيژه...!

    اے عاشِقانِ رسول! تاسو د قرآن د تِلاوت بركت اوليدلو! اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! قُرآنِ مجيد وَفادار دے، زمونږه خپلولي، تعلقات، ملګرتيا دا ټول د قبر پورې وي، څنګه چې د بدن نه روح جدا شي او مړے قبر ته كوز شي نو ټول خلق ورسره خپلوئ او ملګرتيا پريږدي.  

     اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! قُرآنِ مجيد وَفا كوي، څوک چې د قرآنِ كريم سره خپل تَعَلُّق جوړ ساتي، د قرآنِ كريم سره د مينې مضبوطه رشته قائمه ساتي، قرآنِ كريم خپل هادي او رهنما جوړوي نو قرآنِ كريم د قبر په ځانګړتيا كښې د هغه ملګرتيا كوي، د حشر په سخته ويره كښې ئې هم مرسته كوي، چرته په يو ځائے كښې ئې هم يواځې نه پريږدي، تر دې پورې چې تلاوت كوونكے جَنَّت ته رَسَوي. د صحابـئ رَسُول حضرت ابُوهُرَيره رَضِیَ اللهُ عَنْهُ نه روايت دے چې خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلـي دي: قرآنِ كريم به د قيامت په ورځ تشريف راوړي او د تِلاوت كوونكي په سفارش کښې به د الله پاك په بارګاه كښې عرض اوكړي: اے رَبِّ كريمه! ده ته ښائست وركړې، نو تِلاوت كوونكي ته به د كرامت تاج په سر كړے شي. قرآنِ كريم به اووائي: یَا رَبِّ زِدْہُ اِلٰهي! نور ئې زيات كړې. نو تِلاوت كوونكي ته به د كرامت لباس واغوستلے شي، قرآنِ كريم به اووائي: یَارَبِّ  اِرْضَ عَنْہُ اے ربّ كريم! د دې بنده نه رضا شې. الله پاك به د هغه نه رضا شي او حكم به اوشي: اے بنده! قرآنِ كريم لوله او د جنَّت په درجو پورته خيژه.[1]


 

 



[1]...شُعَبُ الایمان، جلد:2، صفحہ:347، حدیث:1997ملتقطاً۔