Tilawat e Quran Kay Shoqeen

Book Name:Tilawat e Quran Kay Shoqeen

12 ديني كارونو كښې يو ديني كار مدرسةُ المَدينه (د اسلامي ورونړو د پاره)

    خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د قرآنِ كريم د تلاوت شوق حاصلولو، په قرآنِ مجيد باندې د ځان پوهه كولو، او عمل كولو جذبه موندلو د پاره د عاشَقانِ رسول ديني تحريك دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره وابسته شئ او 12 ديني كارونو كښې د زړه په اِخلاص حِصَّه واخلئ، اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! د دِين و دُنيا بيشميره بركتونه به حاصل كړئ. ياد ساتئ! د ذِيلي حلقے په دولسو ديني كارونو كښې يو د هرې ورځې ديني كار ”مدرسةُ المَدينه“ بالغان  هُم ده.

      اَلْحَمْدُ لِلّٰه! مُبَلِّغينِ دعوتِ اسلامي په جُماتونو، مارکيټونو، کالجونو وغيره کښې ځائے او وخت مقرر کړي او هلته د لوئ عُمر اسلامي ورونړو ته د صحيح تجويد او قراءَت سره د قرآنِ مجيد د تعليم ورکولو سعادت حاصلوي۔ تاسو هُم کوشش اوکړئ او مَدرَسةُ الْمَدينه بالغان کښې د شرکت کولو سعادت حاصل کړئ! اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! د دې به بےشميره بَرَكتونه درنصيب شي. راځئ چې د ترغيب د پاره يو مَدَني سپرلے واورو:

په كور كښې مدَني اِنقِلاب

د دُنيا پور (ضلع لودهراں، پنجاب، پاكستان) د يو اسلامي ورور د بيان خُلاصه ده چې د دعوتِ اسلامي ديني ماحول ته د راتلو نه مخكښې زما عملي حالت ډىر زيات افسوس ناك وو، د لمُونځونو، روژو به مې څه پرواه نه كوله، د فحاشئ او بدنظرئ ډىر شوقين ووم او د ديني معلوماتو نه بالكل بےخبره ووم. زمونږ د كور ټول خلق د فلمونو، ډرامو كتلو ډير زيات شوقين وو. زما د تِيارو نه ډك ژوند كښې د نيكو سحر هغه وخت را اوختلو چې كله مونږه په خانيوال ښار كښې اوسيدلو، يوه ورځ د دعوتِ اسلامي سره وابسته يو اسلامي ورور په ما باندې انفِرادي كوشش اوكړو او ما ته ئې په