Tilawat e Quran Kay Shoqeen

Book Name:Tilawat e Quran Kay Shoqeen

د تِلاوت شوقين شهزاده

     د ګجرات يو مشهور بادشاه سُلطان محمود اوَّل تير شوے دے، په نهمه صدئ هجرئ كښې هغوئي په ګجرات حكومت کړے وو، يو ځل د شپږ ويشتمې روژے شپه وه، سُلطان محمود اوَّل د عُلمائے كرامو په خدمت كښې حاضر وو او د قرآن د تلاوت فضائل بيانيدل، يو عالِم صاحب اوفرمائيل: د قيامت په ورځ به لمَر رانِزدې شي، ټول خلق به په غم كښې اخته شي خو څوک چې د قرآنِ مجيد حافِظ وي، هغه او د هغه مور او پلار به د نُور د رحمت په سَوري كښې وي، په هغوئي به د لمَر تاؤ اثر نه كوي، سُلطان محمود اوَّل چې دا واوريدل نو يو سوړ اسويلے ئې اوكړو او اوئې وئيل: افسوس! زما په ځامنو كښې يو هم حافِظِ قرآن نشته، ځکه به زه دا سعادت حاصل نه کړے شم۔

     په دغه مجلس كښې د سُلطان محمود اوَّل ځوئ خليل خان هم ناست وو، د اختر نه پس خليل خان بل ښار ته لاړو او قرآنِ كريم حفظ كول ئې شروع كړو، خليل خان به شپه ورځ محنت كولو، د قرآنِ كريم ډير ډير تلاوت به ئې کولو او په ډىر محنت سره ئې قرآنِ كريم حِفظ كولو، تردې پورې چې په سترګو كښې سور والے راغے، ډاكټر اووئيل چې د شپے بيدار اوسيدلو او د زيات تلاوت كولو په وجه ستاسو په سترګو كښې سور والے راغلے دے، ځکه يو څو ورځې آرام اوكړئ. خليل خان په جواب كښې اووئيل چې سترګې مې سرې شوې دي نو څه اوشو، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! دا سور والے به په دُنيا او آخرت كښې د كاميابئ ذريعه جوړ شي، زه په خپل سبق يادولو كښې كمے نه شم راوستلے. آخر د يو کال خوارئ نه پس خليل خان حافِظِ قرآن جوړ شو او په راتلونکي كال د خپل پلار محترم سُلطان محمود اوَّل خوا ته راغلو او اوئې وئيل: دا کال به روژه کښې د تراويح اِمامت زه كووم. سُلطان ترينه په حيرانتيا سره تپوس