Book Name:Tilawat e Quran Kay Shoqeen
الله! الله! اے عاشِقانِ رسول! غور اوكړئ! آيا نن زمونږ د اكثرو كورونو دا حالت نه دے؟ چې قرآنِ كريم پکښې موجود دے خو د هغې تلاوت نه كيږي، څو څو ورځې تيرې شي خو څوك ئې نه راخلي چې تلاوت پكښې اوكړي. زمونږ خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: داسې كور چرته چې قرآنِ كريم موجود دے خو د هغې تلاوت نه كيږي، په هغه كور كښې قُرآن ناآشنا دے. اندازه اوكړئ! كه نن مونږه په خپلو كورونو كښې قرآنِ مجيد ناآشنا اوساتو نو صبا په قبر كښې به د قرآنِ مجيد آشنائي څنګه حاصلوو؟ په دې وجه مونږ له پكار دي چې د قرآنِ مجيد راخستلو او د ډير ډىر لوستلو خپل عادت جوړ كړو، خپل يو جدول [يعني ټائم ټيبل] جوړ كړئ، د هرې ورځې هدف مقرر كړئ چې زه به هره ورځ دومره تلاوت كووم، بيا په دې هدف باندې په ثابت قدمئ سره عمل كوونكي جوړ شئ، په شروع شروع كښې كيدے شي چې اِستقامت حاصل نه کړے شئ، ممكنه ده چې ستړي والے به محسوس کړئ، كه په خپل ځان قابو اومومئ او نفس مجبوره كړئ او تلاوت شروع كړئ نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! په يو څو ورځو كښې به مو عادت جوړ شي، د قرآنِ مجيد محبت به مو زړه ته كوز شي، په تلاوت كښې به مو زړه اولګي، كه مونږه د تلاوتِ قرآن معمول جوړ كړو نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! د زړه زنګ به مو لرې شي، بيا د تلاوت سره سره په قرآنِ مجيد باندې د ځان پوهه كولو شوق به مو هم رابيدار شي، چې كله مونږه په قرآنِ مجيد باندې د ځان پوهه كولو كوشش اوكړو نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! په دې باندې د عمل كولو به مو هم ذِهن جوړ شي، بس شرط دا دے چې مونږه باقاعده په اهتمام سره، د آدابِ تلاوت د لحاظ ساتلو سره تلاوت کوو.
الله پاك دِ د عمل كولو توفيق راعطا كړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم