Tilawat e Quran Kay Shoqeen

Book Name:Tilawat e Quran Kay Shoqeen

* جبريل يا ميكائل وغيره نومونه مه ګږدئ * فرمانِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: د فرښتو نومونه مه ګږدئ * يٰسين، طٰه نوم ايښودل منع دي * محمد يٰسين نوم هم مه ګږدئ، آو غلام يٰسين او غلام طٰه نوم ايښودے شئ، * كوم نوم چې بد وي هغه بدل كړئ او ښه نوم كيږدئ چې د خپل اُمَّت سره محبت كوونكي آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بد نومونه په ښو نومونو سره بدل كړي دي. د يوے زنانه نوم عاصِيَه (يعني ګنهګاره) وو، رَسُولِ كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغې نوم بدل كړو او جَمِيلَه ئې كيښودو. * داسې نومونه ايښودل جائز نه دي كوم چې د غير مسلمو سره خاص وي* غلام رسول، غلام صديق، غلام حُسين، غلام غوث، غلام رضا نوم ايښودل جائز دي.[1]

    د سُنَّتنو زده كولو د پاره د بهارِ شريعت جلد 3 نه حِصَّه 16 او د شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د 91 صفحو كتاب ”550 سُنَّتيں اور آداب‘‘ واخلئ او اولولئ ئې.

     الله پاک دِ مونږ ته د عمل کولو توفيق راکړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                          صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]...550سنتیں اور آداب، صفحہ:63-68ملتقطاً۔