Tilawat e Quran Kay Shoqeen

Book Name:Tilawat e Quran Kay Shoqeen

علاوه خو دلته بل څوك نشته، بيا ورله اوبه چا راوړې؟ ما حضرت علـي بِن صالِح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د خپلې حيرانتيا ذِكر اوكړو نو اوئې فرمائيل: د الله پاك په رحمت سره اوس اوس جبريلِ امين عَلَيْهِ السَّلام په ما اوبه اوڅښلې او اوئې فرمائيل: انبياء، صِدِّيقِين، شُهداء او صالحين (يعني نيك بندګان) هغه خلق دي، په كومو چې الله پاك اِنعام فرمائيلے دے، (اے علـي بِن صالِح) واوره ...! ته، ستا ورور او ستاسو مور بي بي هم په دې نيكو خلقو [صالِحِينو] كښې شامل ئې په كومو چې د الله پاك اِنعام دے.

     هغه كس وائي چې دا د حضرت علـي بِن صالِح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه آخري خبرې وې، د دې سره د هغوئي نه روح لاړو.[1] د الله پاک دِ په هغوئي رحمت وي او د هغوئي په خاطر دِ زمونږه بے حِسابه بخښنه اوشي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

    اے عاشِقانِ رسول! تاسو واوريدل! حضرت علـي بِن صالِح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغوئي ورور او مور بي بي د قرآن پاک د تِلاوت څومره شوق لرلو چې د هغوئي په كور كښې به هره ورځ د قرآنِ كريم يو ختم كيدلو، دې نيک بختو انسانانو ته د قرآن د تِلاوت د شوق څومره ښائسته انعام ميلاؤ شو چې حضرت علـي بِن صالِح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د وفات نه مخكښې په دُنيا كښې د فرښتو د سردار حضرت جبريلِ اَمِين عَلَيْهِ السَّلام ديدار نصيب شو او حضرت جبريلِ اَمِين عَلَيْهِ السَّلام په هغوئي اوبه اوڅښلې او هغوئي ته ئې د الله پاك د نيك او اِنعام يافته بنده كيدلو زيرے واورولو.

    الله پاك دِ مونږ له هم د قرآنِ پاک د زيات تِلاوت توفيق راکړي۔ كاش! چې مدينه منوره كښې د حضور صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مزارِ مُنَوَّر مخې ته، د شين ګنبد د لاندې د قرآنِ


 

 



[1]...صفۃ الصفوۃ، جزء:3، جلد:2، صفحہ:100و101بتغیرقلیل۔