Book Name:Tilawat e Quran Kay Shoqeen
كښې ستاسو د مخكښينو او وروستنو خلقو ذِكر دے، په قرآنِ كريم كښې ستاسو د خپل مينځ فيصلے دي، كوم ظالم چې قُرآن كريم پريږ دي، الله پاك به هغه تباه كړي، او څوك چې د قرآنِ كريم نه علاوه چرته بل ځائے هدايت لټوي، الله پاك به هغه ګمراه كړي، قرآنِ كريم د الله پاك مضبوطه رسئ ده، قرآنِ كريم د حكمت ذِكر دے، قرآنِ كريم نيغه لاره ده، د قرآنِ كريم له بركته خواهشات ختميږي، د قرآنِ كريم عجائبات نه ختميږي، څوك چې د قرآنِ كريم مطابق خبره كوي، هغه رِښتونے دے، چا چې په قرآنِ كريم عمل اوكړو، هغه به ثواب مومې، څوك چې د قرآنِ كريم مطابق فيصله اوكړي، هغه اِنصاف كوونكے دے او څوك چې قرآنِ كريم طرف ته رابلل كوي، هغه به ضرور نيغې لارې طرف ته بللو والا وي. [1]
صحابـئ رسول حضرت عبدُالله بِن مسعُود رَضِیَ اللهُ عَنْهُ فرمائي: بيشكه دا قرآن د الله پاك دعوت دے، د الله پاك دعوت چې څومره كيدے شي زده ئې كړئ! بے شكه دا قرآنِ كريم د الله پاك مضبوطه رسئ ده، څوك چې قرآنِ كريم مضبوط اونيسي، قرآنِ كريم د هغه د پاره حفاظت دے، څوك چې د قرآنِ كريم په لار روان شي نو قرآنِ كريم د هغه د پاره د نجات ذريعه ده. [2]
اے عاشِقانِ رسول! اوګورئ! قرآنِ كريم د الله پاك مضبوطه رسئ ده، څوك چې دا رسئ مضبوطه اونيسي، د قرآنِ كريم سره پوره تړون اوساتي، قرآنِ مجيد د زړه د اخلاصه خپل کړي، شپه او ورځ په شوق سره تلاوت خپل معمول جوړ كړي نو اِنْ شآءَ