Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د درودِ پاک برکت داسې ظاهر شو چې ما يوه ورځ ايمان تازه کوونکے خوب اوليدو، په خوب کښې څه ګورم چې زه چرته روان يم او يو کَس د سوري پشان زما سره سم روان دے، مزل مې کولو چې يو ځائے ته اورسيدم، ډير فراخه او ښکلے ځائے وو، هلته يو ډير ښائسته، نوراني مخ والا کَس تشريف فرما وو، مخې ته ئې قرآنِ پاک پرانستے پروت وو او هغوئي د قرآنِ مجيد تلاوت کولو۔

څنګه چې زه هلته اورسيدم نو هغه بزرګ سترګې مبارکې راوچتې کړې او ډير د مهربانئ په نظر ئې اوکتل او بيا ئې تلاوت شروع کړو۔

هغه کَس کوم چې زما سره د سوري پشان يو ځائےروان وو، ما د هغه نه پوښتنه اوکړه: دا بزرګ څوک دے؟ هغه اووئيل: سَيِّد صاحب! دا هغه حبيبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم دے په چا چې تاسو درودِ پاک لولئ۔بس دومره کرم شوے وو چې پہ دی کښی زما سترګې برسيره شوې۔

بس د هغه مالِک او مُختار نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د هغه يو نظر مبارک برکت دے چې ډير زر زما تقريباً پينځه نيم لاکهه روپئ قرض خلاص شو۔

مفتي امين صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چې هغه سَيِّد صاحب 2 هفتې پس بيا تشريف راوړو او اوئې وئيل چې اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! ماته بهترين ملازمت (نوکري) هم ميلاؤ شوې ده۔ ([1])

کیا خُدا داد آپ کی اِمْداد ہے                                                                                            اِک  نظر  میں  شاد  ہر  ناشاد  ہے([2])

او سَيِّدي  اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم څه ښکلے عرض کوي:

قِسْمَت میں لاکھ پیچ ہوں ، سَو  بَل، ہزار       کَج      یہ ساری گتھی اِک تری سیدھی نظر کی ہے ([3])

وضاحت: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ! که په قسمت کښې مې څومره هم مشکلات او پريشانئ ليکلې شوی وي، بس تاسو د خوند نه ډک او کرم يو سيدها نظر اوفرمائيئ  اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د قسمت ټول مشکلات به حل شي۔

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! درودِ پاک ناشنا نعمت دے، د دې په برکت باندې سختئ حل


 

 



[1]... البرہان، صفحہ:321 -323 بتغیر قلیل ۔

[2]... ذوقِ نعت،صفحہ:222۔

[3]... حدائقِ بخشش،صفحہ:227۔