Jism e Pak Ke Mojzat

Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat

اے عاشقانِ رَسُول! * نن د جشنِ وِلادت عظيمه، ښکلې شپه ده * نن هغه شپه ده په کومه شپه چې ستوري د زمکې طرفته مائِله کيدل * نن هغه شپه ده په کومه شپه چې ډلی ډلی فرښتې زمکې ته راکوزيدلې * نن هغه شپه ده په کومه شپه چې په آسمان او زمکه کښې تَشې خوشحالئ وې * نن هغه شپه ده په کومه شپه چې د فرښتو سردار حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام  د کعبې په چهت اودريدو او جنډا ئې پرې اولګوله * نن د هغوئي د راتلو شپه ده چې کم یا زيات يو لاکھ 24  زره انبيائے کرام عَلَیْهِ السَّلَام  چې د چا د راتلو د زيري د پاره راغلل * نن د هغوئي د راتللو شپه ده د چا د راتللو خوشحالي چې په عرش او فرش، زمکه او آسمان کښې اوکړے شوه * نن د هغوئي د راتللو شپه ده څوک چې د نيغې لار ښودلو د پاره راغلے * نن د هغوئي د راتللو شپه ده چا چې د الله پاک د بنده ګانو د الله پاک سره د ميلاوهلو د پاره تشريف راوړلو * نن د هغوئي د راتللو شپه ده چا چې بے لارې شوو ته د نيغې لار ښودلو د پاره تشريف راوړلو * نن د هغوئي د راتللو شپه ده چا چې زړونه د ايمان په نور د ښکلي کولو د پاره تشريف راوړلو * نن د هغوئي د راتللو شپه ده چا چې انسانيت د نفس او شيطان د قيد نه د آزادولو د پاره تشريف راوړلو * نن د هغوئي د راتللو شپه ده چا چې د کُفر او شرک د جرړو ويستلو د پاره تشريف راوړلو * نن د هغوئي د راتللو شپه ده چا چې په خپل نورسرہ  دنيا روښانه کولو د پاره تشريف راوړلو * نن د هغوئي د راتللو شپه ده چا چې د کرم د دريابونو بهيولو د  پاره تشريف راوړلو * نن د هغوئي د راتللو شپه ده چا چې د اوده (خلقو) د راپاڅولو، د ژړيدونکو د خنددولو د پاره تشريف راوړلو * نن د هغوئي د راتللو شپه ده چا چې د غورځيدلو د راپورته کولو، د زړه او جان ژوندي کولو د پاره تشريف راوړلو * نن د هغوئي د راتللو شپه ده څوک چې رَبِّ کريم د خپل مُلک مالِک جوړ کړے دے * نن د هغوئي د راتللو شپه ده د چا په قبضه کښې چې د رَبِّ کائنات خزانې راغلې * نن د هغوئي د راتللو شپه ده څوک چې رؤّف هم دے، رَحِيم هم دے * نن د هغوئي د راتللو شپه ده څوک چې ډير سخي هم دے، کريم هم دے * نن د هغوئي د راتللو شپه ده چا چې د غريبانانو د ملاتړ جوړيدلو سره تشريف راوړلو * نن د هغوئي د راتللو شپه ده څوک چې د دواړو جهانونو مالِک او مختار، د ګنهګارانو شفاعت کوونکے، د الله پاک حبيب او محبوب او خليل جوړشو او تشريف ئے راوړلو۔

یہ کس شہنشہِ والا کی آمد آمد ہے                            یہ کون سے شہِ بالا کی آمد آمد ہے

یہ آج تارے زمیں کی طرف ہیں کیوں مائِل    یہ آسماں سے پیہم ہے نُور کیوں نازِل