Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat

مدينې تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د لاسونو مبارکو خبره اوکړے شي! نو دا هغه مبارک لاسونه دي چې د دې په برکت سره شِفا ميلاويږي * لاس مبارک چې ئې د کوم څيز سره اولګي، هغې له ژوند ورکوي * يو ځل هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د سترګو نه په اوښکو بهيدونکي باندې لاس مبارک راښکل نو شفا ورته ميلاؤ شوه ([1]) * د حضرت قتاده رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سترګه وتلې وه، سرکارِ عالي وقار، د مکې مدينې تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په خپل پاک لاس باندې د سترګې ګاټے واپس بيرته په هغه ځائے کيښودو نو شِفا ئې نصيب شوه ([2]) * د حضرت عبد الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ښپه ماته شوې وه، سرکارِ عالي وقار، د مکې مدينې تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې پرې لاس مبارک راښکل نو ماته شوې ښپه ئې جوړه شوه ([3]) * د غزوۀ بدر په موقع باندې د حضرت عکاشه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ توره ماته شوې وه، سرکارِ عالي وقار، د مکې مدينې تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په خپل لاس مبارک هغه له لَخته ورکړله نو هغه سپينه ځليدونکې توره جوړه شوه ([4]) * يو ځل ئې د حضرت بِشر بن معاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په سر باندې لاس راښکل نو د هغه دا حالت شو چې مريض له به ئې ګوَتې وروړلې، هغه ته به شِفا ميلاويدله او ([5]) * هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بدن له لاس وروړل نو ټول عمر به د هغه د بدن نه تازه خوشبو تلله ([6]) * هم دغه شان که چرې د ژبې مبارکې خبره اوکړے شي نو سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان ئې دے۔۔۔!! اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:

وہ زباں جس کو سب کُن کی کنجی کہیں           اس کی نافِذ حکومت پہ لاکھوں سلام ([7])

وضاحت: يعني زمونږه د خوږ آقا، د مدينې والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ژبه مبارکه د تقديرِ الٰهي چابي ده۔ څنګه څنګه چې دا مبارکه ژبه خوزيږي، واقعات هم هغه شان کيږي۔ د دې ژبې مبارکې د کمالونو ليدلو سره دا وئيلے شي چې د کائنات په ګوټ ګوټ باندې د هغوئي حکومت دے او په داسې حکومت دې په لکونو سلامونه وي۔


 

 



[1]...مسند  احمد ،جلد: 9 ،صفحہ:651 ،حدیث:24468 ملخصًا۔

[2]...امتاع الاسماع،و اما رد الرسول عین قتادۃ ،جلد:11 ،صفحہ:330 ملخصًا۔

[3]...بخاری،کتاب المغازی، باب قتل ابی رافع عبد اللہ ،صفحہ:1015 ،حدیث:4039 ملتقطًا۔

[4]...جامع الاصول فی احادیث الرسول،عکاشہ بن محصن،جلد: 10 ،صفحہ:443۔

[5]...کنزالعمال،کتاب الفضائل، فضائل الصحابۃ ،جز:13 ،جلد:7،صفحہ:130 ،حدیث:36856  ملخصًا۔

[6]...سبل الہدیٰ و الرشاد،باب التاسع فی عرقہ صَلَّی اللہُ عَلیہ وَآلہٖ و َسَلَّم و طیبہ ،جلد:2 ،صفحہ:86ملخصًا۔

[7]...حدائقِ بخشش،صفحہ:302۔