Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat

   * د ژبې مبارکې نه چې به ئې بس څنګه خبره اووتله، څه چې به ئې فرمائيل، هم هغه به کيدل۔ يو ځل حضرت علي المرتضیٰ، شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض اوکړو: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ! يخني مې کيږي، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم دُعا اوکړله: يا الله! د علي نه يخني او ګرمي لرې کړی۔ د هغې دُعا نه پس د مولا علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دا حالت شو چې نه به د هغوئي يخني کيدله، نه به ئې ګرمي کيدله، هغوئي به په ګرمئ کښې پيړې (ګرمې) جامې اچولې او په يخنئ کښې به ئې نرئ جامې اچولې۔ ([1])

     داسې که د نور نه د ډک مخ خبره اوکړے شي نو

دیکھنے والے کہا کرتے ہیں اللہ! اللہ!         یاد آتا ہے خُدا دیکھ کے صُورت تیری([2])

 * بلکه دا خو د سراسر معجزې نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د بدن مبارک د پاکو اندامونو معجزې دي * که چرې صِرف د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د پاک نوم خبره اوکړے شي نو د پاک نوم مُحَمَّد داسې داسې برکتونه دي چې واه! سُبْحٰنَ اللہ! د بني اسرائيلو د 100 کالو ګنهګار چې د پاک نوم تعظيم (عزت) اوکړو، هغه ئې ښکل کړو او په سترګو ئې اوموښلو، رَبِّٓ کائنات د دہ دا ادا دومره خوښه کړله چې د هغه د 100 کالو ګناهونه ئې معاف کړل او اوئې بخښلو ([3]) * د روايتونو مطابق چې په کوم کور کښې چی د مُحَمَّد نوم والا څوک وي، په هغه کور کښې برکت وي ([4]) * په يو حديثِ پاک کښې دي: څوک چې زما په محبت کښې، زما د نوم د برکت حاصلولو د پاره د خپل ځوي نوم مُحَمَّد کيږدي، هغه او د هغه ځوي به جنّت ته ځي۔ ([5])    

     سُبْحٰنَ اللہ! اے عاشقانِ رَسُول! دا د سرکارِ عالي وقار، د مکې مدينې د تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د پاک بدن د يو څو معجزو لنډ بيان دے، حق خو دا دے چې

زندگیاں ختم ہوئیں اور قلم ٹوٹ گئے         تیرے اَوْصاف کا اِک باب بھی پورا نہ ہوا


 

 



[1]...ابن ماجہ ، کتاب السنۃ ، باب فضل علی بن ابی طالب ،صفحہ:33 ، حدیث :117 بتغیر قلیل ۔

[2]...ذوقِ نعت،صفحہ:248۔

[3]... حلیۃ الاولیاء،جلد:4 ،صفحہ:45 ،حدیث:4695 ملخصاً۔

[4]...شرح الزرقانی،مقصد الرابع،فصل الرابع ما اختص بہ  صَلَّی اللہُ عَلیہ وَآلہٖ و َسَلَّم ،جلد:7 ،صفحہ:307۔

[5]...کنزالعمال،کتاب النکاح  ،جز:16 ،جلد:8،صفحہ:175 ،حدیث:45215۔