Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat

ئې سر راوچت کړلو او اوئې فرمائيل، د ټولو ښکلو نه د ښکلي آقا، امامُ الانبيا، محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم رنګ مبارک سپين دے، په دې کښې لږ لږ ښکلے سُور والے ګَډ دے، سترګې مبارکې ئې غَټې او ښکلې دي، وروځې مبارکې ئې (دومره نزدې دي چې د لرې نه په کتلو کښې لګي لکه چې) ميلاؤ شوې وي، ګيره مبارکه ئې ګَنړه ده، سينه مبارکه ئې غټه، مرئ لکه د سپينو زرو کوزہ۔ کله چې د چا طرفته مخ اړوي نو پوره توجو ورتہ کوي، د نور نه ډک مخ باندی ئې د خولې څاڅکي داسې ښکاري لکه سپين لعلونه، قد مبارک ئې نه ډير وړوکے، نه ډير لوړ (بلکه درميانه دے)، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ټولو نه زيات سخي، د ټولو نه زيات بهادُر، د ټولو نه زيات رښتونے، لوظ(وعدہ) پوره کوونکے، د ټولو نه زيات نرم طبيعت والا، په طور طريقو کښې د ټولو نه ښکلے دے، ما د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم پشان چرې هم څوک نه دي ليدلي۔۔۔!! ([1])

سرسے پا تک ہر اَدا ہے لا جواب             خوبُرویوں میں نہیں تیرا جواب

حُسْن ہے بے مثل،صُورت لا جواب         میں فدا تم آپ ہو اپنا جواب

ہیں دُعائیں سنگِ دُشمن کا عِوَض             اس قدر نرم، ایسے پتھر کا جواب

مہر و مہ ذَرّے ہیں ان کی راہ کے             کون دے نقشِ کفِ پاک کا جواب([2])

سُبْحٰنَ اللہ! څہ ناشناعشقِ رسول دے۔۔۔!! دَرس کيږي، د دين خبرې زده کولے،ښودلے کيږي، په دې وخت کښې صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان د خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ياد بے قراره کوي، چې کله ھم د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ذِکر مبارک راځي، د صحابئ رسول په سترګو کښې اوښکې راځي او بيا سُبْحٰنَ اللہ! صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان په دَرس کښې د خوږ نبي، رسولِ هاشمي، مکي مدني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په خيالونو کښې ډوبيږي۔۔۔!!

ثابِت ہوا کہ جملہ فرائِض فروع ہیں           اَصْلُ الْاُصُول بندگی اس تاجوَر کی ہے([3])

وضاحت: يعني لمونځ، روژه حج، زکوٰۃ وغيره ټول عبادتونه، د دين ټول تعليمات د ايمان ښاخونه دي، ايمان د ټول دين جرړه ده او د امامُ الانبيا، محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم محبّت، د هغوئي اِطَاعت او فرمانبرداري د ايمان


 

 



[1]...صحابہ کرام کا عشقِ رسول،صفحہ:95 -97 بتغیر۔

[2]...ذوقِ نعت،صفحہ:88 -89 ملتقطاً۔

[3]... حدائقِ بخشش،صفحہ:205۔