Book Name:Jism e Pak Ke Mojzat

قبول کړےوو۔ ([1])

 د هغه ورځو خبره ده، يوه ورځ حضرت مُصعَب بن عُمَير رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په مدينه منوره کښې په يو ځائے کښې ناست وو او د دين دَرس ئې ورکولو، نور صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان هم ناست وو او دا (درس) ئې اوريدلو، په دې اوريدونکو کښې حضرت ابو عبد الرحمان رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم موجود وو،پہ کښې دَرس چی کہ ھم د سرکارِ عالي وقار، د مکې مدينې د تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ذِکرِ پاک راغلو نو د حضرت ابو عبد الرحمان رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په سترګو کښې به د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ديدن ښکلا ليدلے کيدله او د هغوئي زړه به د ديدن د شوق نه بے قراره کيدلو۔

آخِر هغوئي بے قراره شول او اوئې وئيل: د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د ديدن د پاره می زړه بے قراره دے، آه۔۔۔!! کال به کله تيريږي، د حج موسم به کله راځي او کله به مکې مکرمې ته حاضريږو او د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په ديدن به سترګې خوږوو۔ د هغوئي دا خبره چې ئې واوريدله نو حضرت مُصعَب بن عُمَير رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مُسکے شو او اوئې فرمائيل: اے ابو عبد الرحمان! صبر اوکړئ! ورځې به تيرې شي۔

په خوا کښې ورسره حضرت اِبنِ مَسلَمَه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ تشريف فرما وو، هغوئي اوفرمائيل: آؤ! د مصطفٰے  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم  د ديدن نه بغير زړه ته قرار نه راځي، دا ورځې به کله تيريږي۔۔۔!!

گزر تو جائے گی تیرے بغیر بھی لیکن         بہت اُداس، بہت بےقرار گزرے گی

اللهُ اَکبَر! د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان پشان عظيم عاشقانِ رسول او د ديدن د شوق بے قراري۔۔۔!! حضرت اِبنِ مَسلَمَه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د لږ وخت د پاره خاموشه شو، بيا ئې اووئيل: اے مُصعَب بن عُمَير رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ داسې اوکړئ!چی تاسو د سرکارِ عالي وقار، د مکې مدينې د تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د حُسن ذِکر اوکړئ! حُليه مبارکه ئې بيان کړئ!

سُبْحٰنَ اللہ! اوس لږ د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان د عشق نه ډک، ايمان تازه کوونکے انداز اوګورئ! حضرت مُصعَب بن عُمَير رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چا چې د دين دَرس ورکولو، هغوئي په دوؤ زنګونانو (يعني لکه څنګه چې په لمونځ کښې په التحيات کښې کښينې، داسې) کښيناستو، سَر مبارک ئې ښکته کړو، سترګې ئې پَټې کړې، لکه چې د نُور والا آقا، د مکې مدينې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د خيال سره ئې د نُور جلوه په ذهن کښې راوستله، بيا


 

 



[1]... طبقات الكبریٰ،جلد:3 ،صفحہ:87 ۔