Book Name:Mosam Sarma Ki Barkat

ترقئ باوجود دا موسمي بدلون نشو اودرولے۔ الله پاک فرمائي:

قُلۡ اَرَءَیۡتُمۡ  اِنۡ جَعَلَ اللّٰہُ عَلَیۡکُمُ الَّیۡلَ سَرۡمَدًا  اِلٰی یَوۡمِ الۡقِیٰمَۃِ مَنۡ اِلٰہٌ غَیۡرُ اللّٰہِ یَاۡتِیۡکُمۡ بِضِیَآءٍ ؕ        اَفَلَا تَسۡمَعُوۡنَ (۷۱) قُلۡ  اَرَءَیۡتُمۡ  اِنۡ جَعَلَ  اللّٰہُ عَلَیۡکُمُ النَّہَارَ سَرۡمَدًا  اِلٰی یَوۡمِ الۡقِیٰمَۃِ مَنۡ اِلٰہٌ غَیۡرُ اللّٰہِ یَاۡتِیۡکُمۡ بِلَیۡلٍ تَسۡکُنُوۡنَ  فِیۡہِ ؕ       اَفَلَا  تُبۡصِرُوۡنَ (۷۲(پارہ:20،سورۂ قصص: 71  تا 72)

ترجَمۀ کنزُ العرفان: تاسو اوفرمائيئ: اوګورئ که چرې الله په تاسو باندې تر قيامته پورې هميشه شپه راولي نو د الله نه علاوه بَل کوم معبود دے کوم چې تاسو ته رنړا راولي نو آيا تاسو نه اورئ؟ تاسو اوفرمائيئ: اوګورئ که چرې الله په تاسو باندې تر قيامته پورې ورځ راولي نو د الله نه علاوه بَل کوم معبود دے کوم چې تاسو ته شپه راولي په کومه کښې چې تاسو آرام اوکړئ نو آيا تاسو نه وينئ؟

 غرض: دا زمونږه بے وَسي، د موسمونو بدلون، د شپې ورځې کميدل زياتيدل، په چغو چغو وائي:

کوئی تو ہے جو نظامِ ہستی چلا رہا ہے، وہی خُدا ہے

جو رات کو دِن اور دِن کو رات بنا رہا ہے، وہی خُدا ہے

کسی کو سوچوں نے کب سراہا، وہی ہوا جو خُدا نے چاہا

جو اختیارِ بشر پہ پہرے بٹھا رہا ہے، وہی خُدا ہے

کسی کو تاجِ وقار بخشے، کسی کو ذلت کے غار بخشے

جو سب کے ماتھے پہ مُہرِ قدرت لگا رہا ہے، وہی خُدا ہے

تاسو به د خپل رَبّ کوم کوم نعمت دروغ ګنړئ؟

په 27 سيپاره: سورۀ رحمان: آيت: 17 نه 18 پورې الله پاک فرمائي:

رَبُّ الۡمَشۡرِقَیۡنِ وَ رَبُّ الۡمَغۡرِبَیۡنِ (ۚ۱۷) فَبِاَیِّ  اٰلَآءِ  رَبِّکُمَا تُکَذِّبٰنِ (۱۸(پارہ:27،سورۂ رحمٰن:17 تا 18)

ترجَمۀ کنزُ العرفان: هغه د دواړو مشرقونو رَبّ دے او د دواړو مغربونو رَبّ دے۔ نو تاسو دواړه به د خپل رَبّ کوم کوم نعمتونه دروغ ګنړئ۔

 يو د اُوړي مشرق [لمر خاته] دے، بَل د ژمي مشرق دے، هم داسې يو د اُوړي مغرب [لمر پريواته] دے، بَل د ژمي مغرب دے، لمر 6 مياشتې په شمالي [قطبي] دنيا او 6 مياشتې په جنوبي [سويلي] دنيا کښې وي، د 21 مارچ نه د 23