Book Name:Mosam Sarma Ki Barkat

او په ژمي کښې په چهت باندې لمونځ کولو د پاره د دې چې خوب رانشي۔ او هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سجدې په حالت کښې وفات شول۔ ([1])

بنادے مجھے نیک نیکوں   کا صَدقہ                        گناہوں  سے ہر دم بچا یاالٰہی!

عبادت میں   گزرے مری زندگانی                      کرم  ہو  کرم  یاخدا!  یاالٰہی!([2])

(3): په يخنئ کښې د اودس کولو فضيلتونه

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! چې د ژمي موسم وي، ښه ډيره يخني وي، انسان د ګرمې بړستنې نه پاڅي، په ډيره يخنئ کښې په يخو اوبو باندې اودس اوکړي، يقيناً ګرانه خو وي، نفس سستي خو راولي ولې دا خو امتحان دے، که چرې مونږه لږه خواري اوکړو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير ثواب به نصيب شي۔ (1): په معجمِ اوسط کښې دي: چا چې په سخته يخنئ کښې کامِل اودس اوکړو د هغه د پاره د ثواب 2 حصې دي۔ ([3]) (2): په يو روايت کښې دي: د مشقت په وخت د اودس کوونکي به د قيامت په ورځ د عرش سورے نصيب کيږي۔ ([4])

 وړاندې وروستو ګناهونه معاف

د مسلمانانو دريم خليفه حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په يوه يخه شپه کښې د لمونځ د پاره د تللو اراده اوکړه نو د اوداسه د پاره ئې اوبه راوغوښتلې بيا هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خپل مخ او دواړه لاسونه وينځل، غلام عرض اوکړو: الله پاک دې ستاسو کفايت اوکړي شپه خو ډيره يخه ده، هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوفرمائيل: ما د خوږ آقا، د مدينې والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه اوريدلي دي چې کوم بنده کامِل اودس اوکړي د هغه وړاندې وروستو ټول ګناهونه به معاف کولے شي۔ ([5])

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! نن زمونږ د پاره ډيرې آسانئ دي، زمونږه په کورونو کښې، جُماتونو کښې هيټرې لګيدلې دي، ګيزرې لګيدلې دي، د اوداسه د پاره تودې اوبه وي، مونږه په هيټر وغيره سره توديږو۔ لږ غور اوکړئ!


 

 



[1]... احیاء العلوم،کتاب : المراقبۃ و المحاسبۃ ،باب:الخامس،جلد:4،صفحہ:498 مختصرا۔

[2]... وسائلِ بخشش،صفحہ:105ملتقطًا۔

[3]... معجمِ اوسط،جلد:4،صفحہ:106 ،حدیث:5366۔

[4]... اتحاف الخیرہ  ،جلد:10،صفحہ:385، حدیث: 10100۔

[5]... مسندِ بزّار،جلد:2،صفحہ:76 ،حدیث:422۔